ولسمشرحامدکرزي په بلخ ولايت کې دالمان دلومړۍ وزيرې سره ليده کاته اوخبرې اترې وکړي. دولسمشرۍ ماڼۍ په يوې خبرپاڼه کې راغلي دالمان لومړۍ وزيرې په افغانستان کې دامنيتي وضعيت په اړه خوښي څرګنده کړه او دافغانستان امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا،زدکړي،تجهيز او دامنيتي ادارو دحالاتو په ښه کيدو ټينګار وکړ.
په ورته وخت کې ولسمشرحامدکرزي دلسبون دغونډې وروسته په افغانستان دامنيتي حالاتو پرښه کيدو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه افغانستان کې دپخوا په پرتله امنيتي حالات ډيرښه شوى دى .
ولسمشرحامدکرزي دافغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې دالمان دپاملرنې هرکلى وکړ او ددوي هڅې دافغان ځواکونو په پياوړتيا کې مهم ګام وباله .