په فراه ولايت کې دبيلابيلو چاودنو له امله درې وسله وال طالبان ديوپوليس په ګډون وژل شوي .
دنوموړې ولايت امنيه قومندان وايي دغه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول چې ماين يې دنوموړې ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې سړک ته څيرمه ځاى پرځاى کاوه .
نوموړى زياتوي يو پوليس هم هغه مهال ديوماين دچاودنې له امله ووژل شووکله چې په شيخ پور ولسوالۍ کې خپل کورته روان وو .
رپوټونه وايي دوسله والو طالبانو قومندان هم دفرا ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى .