کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يويشتمه پیړۍ ، امریکا دسقوط په درشل کې

يويشتمه پیړۍ ، امریکا دسقوط په درشل کې

 كله چې د مريض ناروغي سخته شي ، نو مختلفوو ډاکترانو او طبیبانو ته مخه کړي ، پدې هیله چې کیدای شي کوم نه کوم ډاکتر د هغه د ناروغۍ د درملنې لپاره اغیزمنه نسخه ولیکي ، خو دا په حقیقت کې د مرض هغه مرحله وي چې د ناروغۍ علاج ناممکن  شوی وي ، ناروغي دومره ژوره اوخطرناکه شوې وي چې علاج په هیڅ صورت کې امكان پذیر نه وي  . امریکا نن په نړۍ کې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې داسې مرحلې ته رسیدلې چې که هر څومره خپلې استراتیژۍ بیا بیاله سره وګوري ، اوپکې تغیرونه اوبدلونو راولي ،ګټه نه لري ، ځکه چې امریکا خپل مرض داسې مرحلې ته رسولې چې درملنه ئې ګرانه ده ، د استکباراو استعمار مرض ، دنړۍ د نورو هیوادونو په سیاسي او اقتصادي برخلیک باندې د حاکمیت مرض ، د نورو د ثروتونو د غارتولو مرض .د دغه مرض په پایله کې امریکا د نړۍ په ګن شمیر هیوادونو کې دجبر ،ظلم ، وحشت ، ترور،  .. تګلاره او سیاست خپل کړی دی ، د نظامی ، اټمي او تکنالوژي قوت په ذریعه په خلکو کې خپل هیبت خپروي  .


په دې کې شک نشته چې دروسانو د امپراتورۍ په نړیدو سره امریکا د نړۍ دیکه تازه نظامي قوت په څیرسر راپورته کړ ، د نړۍ په سطحه د روسي امپراتورۍ له سقوط څخه وروسته امریکا ته د نړۍ پرمخ نظامي سیال پاتې نه شو، نو ئې د خودخواهۍ زوړ خیال په سر کې را تازه شو ، او د خپلې استعماري کړۍ د وسعت لپاره ئې د اسلامي نړۍ په ځينو هیوادونو نظامي یرغلونو ته لاره اواره کړه ، او عملا ئې ځینې هیوادونه تر خپل اشغال لاندې راوستل ، چې لدې هیوادونو څخه هم یو د افغانستان کړیدلی او جنګځپلی هیواد دی ، د یرغل په لومړیو شیبو کې د امریکا عسکري او استخبارتي دواړې شبکې پدې باور وې چې افغانستان له یوې اوږدې جګړې څخه راوتلی هیواد دی . او هغه یوازېنی هیواد چې د دوی وجود ته په افغانستان کې ګواښ رامنځ ته کولای شي  هغه هم نوی په افغانستان کې داسې مات شوی چې حتا جغرافیایی نقشه ئې هم بدله شوه ، نو لدې کبله به  دوی  ته په افغانستان کې دپام وړ ګواښ او کړکیچ پیدا نه شي ، او د همدې لید لوری پربنسټ ئې د ناتو پیمان غړی هیوادونو ته هم قناعت ورکړ چې لدوی سره ملګري شي . له بل لوری هغو سیاسی قوتونو او شخصیتونو هم چې د لویدیځ د دیموکراسۍ پا اساس ئې په افغانستان کې یو دیموکرات حکومت غوښت امریکا ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د یوې اوږدې جګړې څخه راوتلی هیواد دی او ملت ئې جګړیز حالت ډیر کړولی دی ، نو د دیموکراسۍ په چاپیریال کې یو لویديځ ډوله حکومت ته چمتو دی .


پدې کې شک نشته چې ریښتیا هم دافغانستان زوریدلی ملت د دیرشو کالونو په اوږدو کې ډیر کړیدلی ؤ، او امنیت ته ډیر تږی ؤ ، نو لدې ځایه یوه لویدیځ مشربه حکومت ته ئې چمتوالی ښود  ، د هر لحاظه زمینه دې ته برابره وه چې پرته له کومې ویرې او ډار څخه امریکا پرافغانستان نظامي تجاوز تر سره کړي او د خپلې استعماري کړۍ په دایره کې ئې راولي . دا خو ټولو ته څرګنده ده ، چې د امریکا داستعمار تل پاتې شعار د دیموکراسي پلي کول دی ،  افغانستان ته هم د همدغه شعار تر نامه لاندې راغلي دي ، او د افغانستان کړیدلی ملت هم هیله من ؤ چې دا شعار به په افغانستان کې عملي شي  ، د وخت په تیریدو سره په افغانستان کې د دیموکراسۍ پرخلاف مغایر حرکت روان شو ، بې امنیتي ورځ تر بلې ډیریدله ، د خلکو ژوند د اشغالګرو ځواکونو د خود سرانه عملونو له کبله له ګواښ سره مخ شو ، د دولت او ملت تر منځ فاصله ورځ تر بلې ډیریدله ، نا چاره خلک د دغو ذایفو وعدو له خاوندانو څخه په تیښته شول او د هغو طالبانو لیکو ته ئې مخه کړه چې د هغوی له کړو وړو څخه ئې هم ښه خاطره نه لرله ، او ورنه  زوریدلي وو ، د اشغالګرو ځواکونه په وړاندې د مقاومت دپاځون نطفې وده وکړه،او د بهرنیو ځواکونو په وړاندې کړکیچونه راپیدا شول .


دامریکا زاړه سیال روسیې هم حالات په ډیر غور څارل او په افغانستان کې ئې په امریکا او دناتو په قوتونو غیر مستقیم فشار راوست ، چې په سیاسي اړخ کې ئې دافغانستان په داخلي کشالو کې له خپلو لاسپوڅو افغاني سیاسی ډلو څخه استفاده کوله او په نظامی اړخ کې ئې د اکمالاتي لارو په تامین کې خنډونه رابرسیره کول . د ناتو او امریکا د ځواکونو د نظامی اکمالا تو لپاره اکثریت موثره لارې د روسیه په واک کې دی او یا دهغو هیوادونو په لاس کې دي چې تر اوسه د روسیه په کړۍ کې ځان بولي ، پرته له یوې لارې څخه چې د خیبر رو دی او هغه د یرغلګرو ځواکونو د دښمن تر برید لاندې دی ، نو ځکه د هغه لارې څخه استفاده ورته زیانمنه پریوته ، اوپه دې لاره د ناتو او امریکااکمالاتو ته ډیر زیان اوړل شوی دی .


له کومه ځایه چې افغانستان د سیالو هیوادونو د زور آزمایۍ ډګر شو ، نو هر لوری هڅه وکړه چې خپل رقیب په افغانستان کې په ګونډو کړي ، په سیاسي او نظامي کچه هر هیواد زیار وباسي چې په افغانستان کې خپل رول ولوبوی ،  په افغانستان کې د هند د مصلحتونو پر ضد د پاکستان نظامي حملو هم  د هند دا راز احساس پياوړي کړي چه ګواکي د افغانستان په سياسي ډګر کې د پاکستان پر ځان اعتماد پوخ شوي دي، چيرته چه د هند سياسي او اقتصادي نفوذ تر يرغل لاندي نيسي . که د طالبانو د حکومت پر مهال د هند نفوذ په افغانستان کې محدود شوي و ، خو دښاغلي حامد کرزي د حکومت په لړ کې هند خپل نفوذ په افغانستان کې پراخه کړ تر څو وکولي شي د دوي په عقيده د هغو تندروانو مخنيوي وکړي چې کيدلاي شي کشمير ته لدې سيمې نه ورواوړي ، او د پاکستان په ګټه عمليات تر سره کړي ، لدې کبله يې په افغانستان کې قنصلګرۍ خلاصي کړي اوسربيره پدې يي په افغانستان کې د بيا رغونی دپرګرامونو تر نامه لاندې خپلې پټې توطیئې  په لاره واچولې . ایران هم د لویديخ پرمټو او لارښونه خپل پراخه فرهنګې او دیني یرغل ته په افغانستان کې لاسونه رابډ وهلی دي ، او هغه دنده چې په لویدیځ کې د یهودانو په لاس کې ده ، هغه دنده ئې په افغانستان کې په لاس کې اخیستی ده ، (په مطبوعاتو او رسنیو باندې حاکمیت )، ځکه چې دوی په دې ګمارل شوی چې  تر هر څه وړاندې باید په مطبوعاتو اورسنیو برلاسی وي ، که غواړی چې د اسلامی نړۍ زعامت تر لاسه کړي . پداسې یو کړکیچن حالت کې امریکا او دناتو ځواکونه د یوه نا ختمدونکې جنګ سره په افغانستان کې مخ شول ، د جګړې مادي لګښت او بشري مرګ ژوبله په اوږده مهال کې د دې موجب شول چې د امریکا په داخل کې د حکومت په وړاندې ملي  نیوکې ډیرې شي او حکومت دې ته اړ کړي چې د جنګ د ګټلو او یا ختمولو لپاره څه نوې ستراتیژي کیږدي  ، همدا راز په اوروپا کې هم د اتحادیو له اړخه فشارونه پر دولت ډیر شول چې د دغې بې موخې جګړې څخه چې د دوی د اقتصاد په زیان تمامیږي لاس په سر شي .


دا راز عوامل په وار وار د دې لامل شول چې د امریکا حکومت دافغانستان دجګړې لپاره خپلې ستراتیزۍ بیا له سره وڅیړي او تغیرونه او تبدیلونه پکې رامنځ ته کړي  . ډیر کتونکي په دي اند دی چې امریکا دا جنګ په افغانستان کې بایللی دی ، او د یویشتمې پیړۍ په اوږدو کې به د روسانو دامپراتورۍ په څیر په افغانستان کې سقوط وکړي ، خو دا چې د امریکا دسقوط نه وروسته به افغانستان په څه انجام آخته کیږي د دې وړاندوینه ګرانه بولي  ، او په اقتصادي کچه دچین ، هند او روسیې څخه یادونه کیږي . چې د امریکا اقتصادي امپراتوري ئې له ګواښ سره مخ کړې ده ، او کیدای شي چې دا کار د دې لامل شي چې د سیاست ، اقتصاد او نفوذ دثقل مرکز د ځمکې د کرې له لویدیځ څخه ختیځ ته انتقال شي  . والله اعلم .