کور / تازه خبرونه / کندوز: په حمله کي اته سرتيري وژل سوي دي

کندوز: په حمله کي اته سرتيري وژل سوي دي

د اسوشيېټيډ پريس آژانس د کندوز د امنيه قومندان عبدالرحمان سيدخيلي په حواله وايي چي د دې ښار په سهارنۍ پېښه کي اته پوليس وژل سوي دي.
طالبانو نن سهار د کندوز د ملي پوځ د جلب او جذب پر مرکز ډله ايزه حمله کړې وه، چي د کندوز د چارواکو په وينا څلور سره بريدکوونکي وژل سوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريدکوونکو شمېر دوه تنه ښودلى دئ، خو د کندوز چارواکي وايي هغوى څلور کسان وو، چي يوه يې ځان چاودلى او دوه نور يې په ډزو وژل سوي دي.
ذبيح الله مجاهد ويلي وو چي شاوخوا ٢٠ افغان سرتيري په دې حمله کي وژل سوي دي، خو د کندوز چارواکي د اتو کسانو مړينه تائېدوي.