کور / تازه خبرونه / مير حسين موسوي پر بنديانو د اعتصاب د ختمولو غږ وکړ

مير حسين موسوي پر بنديانو د اعتصاب د ختمولو غږ وکړ

دايران د دولت مخالف مشر ميرحسين موسوي ددغه هيواد له سياسي بنديانوڅخه غواړي ترڅو دنه خوړلو اعتصاب پاى ته ورسوي .
ميرحسين موسوي په ايران کې سياسي بنديانوته په خپل پيغام کې هيله څرګنده کړي چې دغه بنديان دنه خوړلو اعتصاب په ماتولو سره خپل کورنۍ او دشين جمبش پلويان دي له انديښنو وژغوري .
دغه سياسي بنديانو له تيرو څو ورځو راهيسې دنه خوړلو په اعتصاب لاس پورى کړى چې دکورنيو او شين جمبش ګوند انديښني يې راپارولي دي .