په فرا ولايت کې ديوماين دچاودنې له امله درې وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دنوموړې ولايت دامنيت امر دپيښې پخلى کوي او وايي دغه چاودنه دشنبې په ورځ سهارمهال هغه وخت رامنځ ته شوه چې نوموړې کسانو غوښتل چې څوکړۍ ماينونه دبالابلوک ولسوالۍ او مرکز ترمنځ په لويه لار ځاى پرځاى کړي چې دهمدي ماينونودچاودنې له امله خپل ماين ايښودونکې لامنځه ولاړل .
دنوموړې په وينا تردې وړاندې هم په نوموړې ولايت کې وسله وال مخالفين دخپلو ماينونو دښخولو له امله لمنځه ولاړل .