پاکستان پيپلز ګوند مرستيال مشر اصف على زرداري ويلي دي چې پاکستان پيپلز ګوند د ولس مشر پروېز مشرف سره د کارکولو په خاطر اړيکې غواړي او ځمکنۍ حقيقت دغه دۍ چې د پاکستان پيپلز ګوند په دواړو ايوانونو کښې دوه په درې کښې اکثريت نه لري ، امريکايي ورځپاڼې سره په مرکه کښې اصف على زرداري زياته کړې ده چې پيپلز ګوند غواړي چې د ډيموکراسۍ کاروان مخ په وړاندې ولاړ شي ، پاکستان اوس محال له سختو حالاتو سره مخامخ دى ، پيپلز ګوند د پاکستان يوالۍ غواړي ، پيپلز ګوند غواړي چې جمهوريت پياوړۍ شي او د جمهوريت لپاره اتحاد ته ضرورت دى ، د وزير اعظم د څوکۍ لپاره کوم کس ټاکلو په حقله اصف على زرداري زياته کړه چې کله د حکومت لخوا پيپلز ګوند ته د حکومت جوړولو بلنه ورکړل شوه نو دوزير اعظم د څوکۍ د کانديد نوم به اعلان شي ، د ترهه ګرۍ په ضد جګړې په حقله آصف على زرداري وئيلي دي چې د پيپلز ګوند حکومت به د ترهه ګرۍ په ضد جګړه کښې د امريکا سره همکاري ته دوام ورکوي ، د ترهه ګرو سره خبرې اترې ونکړل شي خو په قبائيلي سيمه کښې مېشت خلکو ته ځو او هلته به سياسي اصلاحات رامنځته کړل شي.