کور / تازه خبرونه / د ډنډ پر ولسوال ځانمرګي بريد ولسي خلګو ته مرګ ژوبله واړوله

د ډنډ پر ولسوال ځانمرګي بريد ولسي خلګو ته مرګ ژوبله واړوله

د كندهار د ډنډ پرولسوال حمدالله نازك ځان وژونكې حمله وسوه،نوموړى له پېښي څخه ژوندى پاته شو،خو۸ تنوته يې مرګ ژوبله واړول .
پېښه نن ماپښين دوه نيمي بجې ،دلويې ويالې دسيمانوپله په سيمه كې رامنځ ته سول .
دكندهاردامنيت آمرسمونوال فضل احمدشېرزاد خبريالانوته وويل چې پدغه پېښه كې ۶ تنه ټپيان شوي او۲ تنه نور وژل سوي چې ټول ولسي وګړي دي . نوموړى زياته وي چې ولسوال دګوليو ضدموټر كې تګ كاوه چې ځان وژونكې خپل له چاودېدونكو توكو ډك كرولا ډوله موټرورسره وجنګاوه .
دپېښي په سيمه كې دپېښي څوتنوعيني شاهدانو وويل چې ولسوال هم په پېښه كې ټپي شوئ دئ. خپله ولسوال حمدالله نازك له لراوبرسره په خبروكې وويل چې په پېښه كې يې سر-سري ټپونه اخيستي او روغتيايې حالت يې د ډاډ وړدئ .
پرنوموړي باندې تردې مخكې هم ۲ ځله ځان وژونكې بريدونه شوي خوترې روغ رمټ پاتې شوئ . ډنډ ولسوالي كندهار ته نږدې پرته ولسوالي ده چې پدې وروستيوكې يې دمحله جات په سيمه كې پلټونكې عمليات ترسره شول .
تراوسه چاددغه بريدمسئوليت په غاړه ندئ اخيستئ .