کور / z_buitenland_news -- 5 / ځانمرګي بريد د يوه جنرال په ګډون نهه تنه ووژل

ځانمرګي بريد د يوه جنرال په ګډون نهه تنه ووژل

د پېنډۍ په سيمه صدر کښې د ځانمرګي بريد په ترڅ کښې د لوړ پوړي پوځي چارواکي ليفټيننټ جنرال مشتاق په شمول نهه تنه ووژل شول او پنځه ويشت ژوبل شول ، د خبر تر مخه ځانمرګۍ بريد ګر د پېنډۍ د گنې ګوڼې بازار مال روډ باندې د نادرا دفتر د شناختي پاڼو جوړونې مرکز کښې ناست وه چې کله د پوځي چارواکي موټر له دفتر څخه تېرېده خو دۀ ورباندې ورمنډې کړه او ځان يې دده د موټر سره والوزولۍ ، په بريد کښې پنځه موټرونه په بشپړه توګه له منځته تللي دي ، په وژل شوو کښې ليفټيننټ جنرال مشتاق ددۀ موټر چلوونکۍ او ساتونکۍ هم شامل دى ، په ځانمرګي بريد کښې تر پنځويشت زيات کسان ژوبل شوى دى ، د پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه په ولقه کښې واخسته او د بريد کوونکي سر يې په خپله قبضه کښې واخسته ، مړي او ژوبل کسان سى ايم ايچ روغتون پېنډۍ ته لېږدول شوى دى ، د مړو په شمېر کښې د زياتوالي امکان دى.