بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامي امت نوی نسل د عزت او آزادۍ په لټه کي دئ، د خپلو ولسونو د روان دردناک حالت او د مفسدو او ذلیلو واکمنانو د ظلم او فرعونیت پای ته رسول غواړي، د تونس او مصر ولسي پاڅونونه د همدې خبري شهادت ورکوي، یقینا چي دا دواړه ولسي قیامونه د یوه نوي دور او د داسي انقلابونو د لړۍ پیل دئ، که د تونس او مصر زړه وررو انقلابیونو مزید همت وکړ، خپلو موخو ته تر رسیدو په سنګر کي پاتي شول، د انقلاب تر بشپړي بریا ئې سنګرونه پرې نښودل، په قلابي سیاسي بدلون او د څېرو په شکلي تغییر راضي نشول، بلکي په نظام کي د اساسي او انقلابي بدلون لپاره ئې ملا وتړله، داسي شخصیتونه ئې را وړاندي کړل چي خپلواک دي، عزت النفس لري، په پردیو پوري تړلي نه دي، استعمار ګرانو ته منلي او مقرب نه دي، پر الله تعالی ایمان لري، اسلام ته متعهد دي، پر خپل ولس ترحم لري، د اسلامي امت پر یووالي او وحدت باور لري، اقتدار الهي امانت ګڼي، غواړي ولس ته خدمت وکړي، له فقر، لوږي، ذلت او د پردیو له غلامۍ او اسارت ئې ژغورل او د اسلامي امت د تېر برم او عظمت د احیاء تلوسه لري، نو یقینا چي هم به د مصر او تونس د مسلمان ولس قربانۍ نه وي ضائع شوې او هم به د نورو ولسونو لپاره نېکه اسوه ګرځېدلي وي.
موږ دتونس او مصر د مؤمنو انقلابیونو همت او عظمت ته سلام کوو، د دوی د عاجلي بریا لپاره دعاء کوو، امید دئ د اسلام په دغو دوو مضبوطو مورچلو کي یو ځل بیا د اسلام د ځلانده بیرغ د رپیدو شاهد وو، دوی ته مو سپارښتنه دا ده چي له دوو اشتباهاتو ځان وساتي:
۱ – انقلاب په نیمه لار کي پریښودل.
۲ – په شکمنو او په پردیو پوري تړلو څېرو باندي باور کول.
څوک چي د غربي دموکراسۍ شعارونه ورکوي، بي بي سي او امریکا غږ ورته تبلیغات کوي، دوی د حسني مبارک او ابن علي بدلي څېري دي، که د انقلاب په نامه قدرت ته ورسیدل نو له مصریانو او تونسیانو سره به تر هغه هم ډیره ظالمانه او وحشیانه معامله کوي چې مخکنیو وکړه، راشئ دا ځل بشپړه خپلواکي او کامل اسلامي نظام وآزمویو، که دا ونه کړو نو د شهیدانو پاکي ویني به ضائع شوې وي او د دوی له آرمانونو سره به مو خیانت کړی وي.
افغان ولس هم کمونیستان وآزمویل او هم غربي دیموکراتان، دواړه د پردیو غلامان او یو تر بل زیات ذلیل، کمونیستانو زموږ پر هېواد د شوروي ځواکونو د یرغل لار پرانیستله او غربي دیموکراتان د ناټو په جهازونو کي کابل ته راوستل شولو دواړه د پردیو تر بیرغ او قومندې لاندي او د دوی د ګټو لپاره له خپل ولس سره وجنګیدل، د اسلام دښمنان هیڅکله د داسي چا ملاتړ او حمایت نه کوي چي دخپل هېواد آزادي او د خپل ولس عزت او سرلوړي غواړي. دا اصل د شخصیتونو د تشخیص لپاره د یوه معیار او ملاک په توګه په پام کي ولرئ، د چا لپاره چي استعمارګران تبلیغات کوي، هیڅکله د خپل ولس دوست او خواخوږی نشي کیدی.
په افغانستان، تونس، او مصر کي د اسلامي انقلاب د عاجلي بریا په هیله
حکمتیار
افغانستان
۱۲ / ۱۱ / ۱۳۸۹
In the name of Allah, the Most compassionate, the Most Merciful
Ripe time for salvation of the Islamic Ummah from the claws of the Dictators.
New generation of the Islamic Ummah are in search of their dignity and liberty. They want to put an end to the current squalid conditions of their people and are trying to eradicate the reign of their corrupt and debased rulers. The popular upheaval in Tunisia and Egypt speak well for our claim. Without doubt, these two upheavals of the masses are the beginning of a new era and the ushering in of a revolutionary trend. If the brave revolutionaries of Tunisia and Egypt show steadfastness and remain firm at the forefront of struggle for the attainment of their objective; if they do not leave the rungs of their struggle until the complete victory of the revolutions; if they do not accept a mere phony political re-shuffling and nominal change of faces– but contrarily, put their support behind a complete revolutionary change in the system and come with figures (leaders) who are independent; have self-respect and are not affiliated with foreigners—neither they become palatable nor closer to colonialism– if they have trust in Allah (SWT); are committed to Islam; have compassion on their people and confidence in unity of the Islamic Ummah; If they consider the mandate as a trust from God; have willingness to serve the people; to save people from poverty, starvations, debasement and slavery of foreigners and harbor the notion for revival of the past magnanimity of the Islamic Ummah, then the sacrifice of the Egyptian and Tunisian Muslim people will not go in vain and will trail the blaze for others to follow.
We salute the strong determination and magnanimity of the believing revolutionaries of Tunisia and Egypt. We pray for their earlier victory and hope that we will see the Islamic flag begin unfurling in these two powerful strongholds of Islam. We urge them that they should avoid committing two mistakes:
1. Do not leave the revolution half- way.
2. Do not trust suspicious and foreign- related figures.
Those who raise slogans of western democracy and are being promoted by BBC and the Voice of America, they are no more than the other side of the images of Hosni Mubarak and Bin Ali. If they gain power, they will surpass the dictators in oppressing the Egyptians and the Tunisians and will brutally behave with them.
Let’s test the reign of complete independence and Islamic system. If we fail to do so, the blood of the martyrs will be lost and we will betray their dreams. The Afghan people tested both the communists and the western democrats. Both of them are surrogates of the foreigners– debased and boot-lickers. The communists paved the way for the aggression of the former Soviet forces against our country, and the western democrats came to Kabul on the wings of NATO aircrafts. Both are under the flag and command of the foreigners and have fought against their people for the protections of the invaders’ interests.
The enemies of Islam never support those who want independence of their country and respect and magnanimity of their people. Just bear in mind this as a guiding barometer that those who are being projected by the colonialists through propaganda hypes will never prove to become friends and altruists of their people.
Wishing an earlier victory for the Islamic revolution in Afghanistan, Tunisia and Egypt.
Hekmatyar
Afghanistan
12.11.1389