په کندهار کی امنیتی ځواکونه وایی چی يو ځانمرکی بریدکونکی مخکی له دی چی خپل هدف ته ورسیږی په ځان پوړی دتړل سوی چاودیدونکو توکو دچاودلو له امله ووژل سو.
په دی ولایت کی د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان جنرال سالم احساس بی بی سی ته وويل، چې ياده پېښه نن سهار وختي د پنجوايي په بازار کې رامنځته سوی.
ښاغلی احساس زیاته کړه چی ځانمرګي بريد کوونکي، چې غوښتل يې د پنجوايي ولسوالۍ د پخواني امنيه قومندان د پلار د فاتحې په مراسمو کې چې په جومات کې تر سره کېدل، ځان والوزوي، خو د پوليسو له لورې وپژندل سو.
هغه وویل چی مخکی له دی چی پولیس ورباندی ډزی وکړی هغه خپل ځانته چاودنه ورکړه، چې يوازې هغه پکښې ووژل سو او په دې پېښه کې بل چا ته کوم زيان نه دى اوښتى.
جنرال سالم احساس وايي، چې تر پېښې وروسته يې د ځانمرګي بريد کوونکي دوه لارښوونکي چې يو يې پاکستانى او بل افغان دى، نيولي دي
همدرانګه دیوبل خبر له مخی دکندهار دښورابک ولسوالی ولسوال کریم جان دخپلو څلورو نورو ملکرو سره دوسلوالو په یوبرید کی ټپی سوه.
ولسوال عبدالكريم اولس مل هغه وخت تر وسلوال بريد لاندي راغى چي د كندهار ښار لويديځ لوري ته د ميرويس ميني په سيمه كي د وسلوالو طالبانو په كمين كي وختى او وروسته وسلواله نښته رامنځ ته سوه .
د ۴۰۴ میوند زون قومندان ښاغلی احساس دپیښی پخلی کوی او وایی چی دولسوال روغتیایی حالت دډاډ وړ دی.
يوه اوونۍ وړاندې په ژيړۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو او کورنيو ځواکونو په اډه باندی ځانمرګی بريد تر سره سوى و، چې پکښې ۷ بهرني سرتېري ووژل سوه ، او د ٤ بهرنيو سرتېرو په ګډون یوشمیرد ملي اردو سرتېري ټپیان سوي وو..
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه