د ويکي ليکس ويبپاڼي مؤسس جوليان اسانج چي تيره اونۍ په برتانيه کي نيول سوئ وو، د دوه لکه پونډو په ضمانت له بنده خوشي سو.
پر آسانج باندي د سويډن يوې محکمې تور لګولى وو چي پر يوې ښځي يې جنسي تېرى کړى دئ، خو آسانج ويل د ده نيول سياسي رنګ لري.
آسانج وروسته له هغه ونيول سو چي درې اونۍ دمخه يې د ويکي ليکس ويبپاڼي له لاري د امريکا دوه لکه پنځوس زره ډيپلوماتيک او استخباراتي اسرار افشاء کړل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه