کور / تازه خبرونه / جرمني: راتلونکى کال د پوځيانو وتل پيلوو

جرمني: راتلونکى کال د پوځيانو وتل پيلوو

د جرمني حکومت اعلان کړى چي په ٢٠١١ کال کي له افغانستان د خپلو پوځيانو ايستل پيلوي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويسي ويلا د خپل هيواد پارلمان ته ويلي چي په افغانستان کي روان پوځي ماموريت ته به تر هغو دوام ورکړي چي افغان پوځيان د خپل هيواد د ساتلو جوګه کېږي.
ګيدو ويسي ويلا ويلي چي له دې سره سره په پام کي لري چي په ٢٠١١ کال کي له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل پيل کړي، خو دا يې ونه ويل چي څونه پوځيان به وباسي.
جرمني په افغانستان کي شاوخوا ٤٥٠٠ عسکر لري چي په شمالي ولايتونو کي د ناټو تر ماموريت لاندي مېشت دي.
که جرمني له افغانستان څخه د پوځيانو د وتلو خبر ورکوي، د سويډن حکومت بيا پرون تر ٢٠١٣ ميلادي کال پوري په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د ماموريت موده وغځول.