کور / تازه خبرونه / کابل: د پلچرخي زندان يوه بندي ځان وژنه کړې ده

کابل: د پلچرخي زندان يوه بندي ځان وژنه کړې ده

د کابل په عمومي زندان پلچرخي کي يوه بندي خپل ځان وژلى دئ.
بي بي سي راډيو د پلچرخي زندان د بنديانو په حواله وايي چي دا په تيره يوه مياشت کي دوهم بندي دئ، چي د زندان د ناوړو شرايطو له امله خپل ځان وژني.
د افغانستان د عدليې وزارت د زندانونو مشر اميرمحمد جمشيد بيا د زندان د ناوړو شرايطو ادعا نه مني او وايي دغو کسانو اروايي ناروغۍ درلودې او د محکمې له خوا په مرګ محکوم سوي ول.