په هرات ولايت کي د سړک د غاړي ماين د يوې کورنۍ ١٤ کسان وژلي، چي ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي.
د هرات چارواکي وايي دغه پېښه نن د پنجشنبې په ورځ په کشک کهنه ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوه، چي يو شخصي مني بس موټر پر ماين وختئ.
بي بي سي راډيو د هرات د والي د وياند شفيق بهروزيان په حواله وايي چي په دې پېښه کي څلور کسه ټپيان سوي هم دي.
د دې چاودني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو معمولاً دغسي ماينونه د طالب وسله والو له خوا دولتي او بهرنيو ځواکونو ته پر لارو ښخېږي، چي ډېر وختونه ملکي کسان هم پکښي مري.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه