کور / تازه خبرونه / د عاشورا تاريخ (راپور)

د عاشورا تاريخ (راپور)

دمحرم دمياشتې لسمه دامام حسين دشهادت له ورځې سره برابره ده امام حسين داسلام دڅلورم خليفه حضرت علي زوى په يوشپيتم هجري قمري کال کې ديزيدو پروړاندې قيام وکړ اوپه دې ورځ له خپلو دوه اويا يارانو سره دکربلا په دښته کې شهيد کړاى شوو.
دڅلورم هجري کال دشعبان مياشتې په دريمه دحضرت علي اوفاطمه زهرا دويم زوى دونيا ته راغى.
امام حسين شپږ کاله له حضرت رسول کريم ص سره وسيده او له هغې وروسته چې پيغمبر ص له دونيا نه رحلت وکړ امام حسين ديرش کاله يې له خپل پلار حضرت علي سره تير کړل.
په هغو څوکلونوکې چې حضرت علي خلافت کاووامام حسين داسلامي موخو دترسره کولو لپاره هڅې وکړې .
امام حسين دماويه او دهغه له زوى يذيد له امارت سره مخالف وواو هغوۍ ته به يې بيت نه کاوو.
امام چې يذيد ته بيت ونه کړ له خپلې کورنۍ سره له مدينې نه دکوفې پر لور روان شوودکوفې خلکو دهغه لپاره ډير ليکونه واستول چې ورته بيت کوي .
امام حسين خپل دکاکا زوى مسلم بن حکيم کوفې ته وليږه دکوفې ډير شمير خلک له هغه سره يوځاى شول خو کله چې يذيد عبيدلله بن ضياد دکوفې دوالي په توګه وټاکه دکوفې خلک له مسلم سره خپله ژمنه ماته کړه .
اوپه پايله کې مسلم دعبيدالله بن ضياد له لوري شهيد شوو مسلم دخپل شهادت څخه دمخه امام حسين ته يې ليک استولى ووچې دکوفې خلک هغه ته بيت کوي .
امام حسين چې له خپلې کورنۍ سره دکوفې پر لور روان وو په لاره کې دمسلم دشهادت څخه خبر شوو.
عبيدالله چې دمسلم له وژنې وروسته دکوفې وضيعت تر خپلې ولکې لاندې راوړى وو بن يذيد ريايي او عمر بن سعيد يې يو مجهز لښکر سره دامام حسين پر وړاندې وليږه .
دغه لښکر په قربلاکې امام حسين او دهغه ياران محاسره کړل او اوبه يې پر هغوۍ باندې بندې کړې .
په هغه جګړه کې چې ديو شپيتم هجري کال دمحرم په لسمه نيټه ددغه لښکر او دامام حسين تر منځ وشوه امام حسين داوه پنځوس کلونو په عمر دخپلو دوه اويا يارانو سره شهيد شوودغه زيارت دعراق په قربلا ښار کې موقيعت لري .
له دې پيښې وروسته دنړۍ مسلمانان هرکال دمحرم په لسمه دظلم اواستبدادپه وړاندې دامام حسين شهادت دځانګړو مراسمو په نيولو سره لمانځي .