د افغانستان کرکټ بورډ د ځینې ولایتونو د کرکټ د استازو دندې ځنډولي تر څو د هغو د لاسته راوړنو او په هغه ولایت کې د کرکټ د ودې او پرمختګ سروې مکمله شي.
فغان کرکټ بورډ په خپل اصلاحي پلان کې چې د دوو میاشتو پرې کار روان دی لومړی د کرکټ وده او پرمختګ د هیواد په ټولو ولایتونو کې مطالعه کوي چې په هغه ولایت کې د کرکټ مسؤلینو د کرکټ لپاره څه کړي دي.
د کرکټ ځنډول شويو مسؤلینو باندې د هغې ولایت د کرکټ مینوال نیوکې لري چې د هغې ولایت د کرکټ مسؤلین په نوموړي ولایت کې نه اوسیږي، د هغې ولایت د کرکټ مینوال او دولتي چارواکي وايي چې د کرکټ مسؤلین په خپل ولایت کې نه اوسیږي نو څنګه به په هغه ولایت کې کرکټ وده او پرمختګ وکړي؟.
په همدې اساس افغان کرکټ بورډ د ولایتي استازو لپاره معیارونه ټاکلي چې اول معیار یې دادې چې د هر ولایت د کرکټ استازی باید د همغه ولایت اوسیدونکی وي، د کرکټ پوهه ولري او همدارنګه په لیک او لوست پوه شي.
افغان کرکټ بورډ د ټولو ولایتون سروې پېل کړي چې ډیر ژر به یې د کرکټ مینوالو او ټولو هیوادوالو ته وړاندې کړي.
افغان کرکټ بورډ چې د کومو ولایتو استازي له دندو ودرولي په دوی باندې دا نیوکې هم شته چې په ولایتونو کې نه اوسیږي او یوازې د کرکټ بورډ د تنخوا ګانو لپاره کار کوي.
د ځنډول شویو کرکټ استازو د کار په اړه به افغان کرکټ بورډ وروسته د سروي غور کوي او همدارنګه هر هغه استازی چې د کرکټ بورډ د ولایتونو د استازو معیارونو ته ژمنه وی هغه به بیا په خپل کار پېل کوي.
ځنډول شويې کرکټ ولایتي استازي:
ميدان وردګ، کاپيسا، پنجشير، سمنګان، بلخ، پکتيا، پکتيکا، غزني، نورستان، بغلان، هرات، زابل، هلمند، تخار او جوزجان.
همدارنګه افغان کرکټ بورډ د کابل د کرکټ مسؤل عزیز الله فضلي دوه ورځې مخکې له دندې ګوښه کړی دی، د فضلي له دندې ګوښه کولو لاملونه د کرکټ بورډ د اصولو او قوانینو خلاف کړنې او کرکټ بورډ ته احترام نلرل دي.
افغان کرکټ بورډ محترم فضلي ته په بار بار د هغې د غلطو او د کرکټ بورډ خلاف کړنو په اړه ویلي و خو اخیر یې د کرکټ بورډ د مسؤلین مجبور کړل او نوموړی یې له دندې ګوښه کړلو.
افغان کرکټ بورډ به د ځنډول شویو استازو په اړه روسته د سروې غور کوي او په سروې کې چې کوم معلومات په څو ورځو کې راټول شي معلومات هیوادوالو ته وړاندې کړي.