د کابل له عربي دارالعلوم څخه ۱۲۲ کسان د دولسم او څوارلسم ټولګي په سویه فارغ او د یو لړ درندو مراسمو په ترځ کې د فضیلت پګړۍ ورته وتړل شوې.
په هغه غونډه کې چې د ۱۳۸۹ د لیندۍ په ۲۳ نیټه د کابل د څلورم مکروریان په شاهین هوټل کې جوړه شوې وه، د افغانستان د پوهنې وزیر، زیات شمیر دولتي چارواکو، د اسلامي تعلیماتو د موسساتو منسوبینو، استادانو، طالب العلمانو او میلمنو ګډون پکې کړی وو چې شمیر یې د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې اټکل کیده.
غونډې ته د هیواد د پوهنې جلالتمآب وزیر فاروق وردګ ارزښتناکه وینا وکړه او د خپلې وینا په ترځ کې یې زیاته کړه: د کابل دارالعلوم په ۱۳۱۰ هجري لمریز کال تاسیس شوی او تر دې مهاله یې ۸۶ دورې فارغان ورکړي دي چې نن د همدې دارالعلوم ۸۷ دوره د فراغت اسناد تر لاسه کوي او د فضلیت پګړۍ تړي.
د پوهنې وزیر د خپلو خبرو په ترځ کې وویل: د کابل عربي دارالعلوم د اسلامي تعلیماتو په لړ کې لومړنۍ موسسه ده چې په رسمي او دولتي کچه د اسلامي تعلیماتو خدمات وړاندې کوي او تر دې مهاله یې د افغانستان خدمت ته ۲۵ وزیران، په زرګونو عالمان، استادان او د دیموکراسۍ د دورې وروستی صدراعظم شهید محمد موسی شفیق وړاندې کړی دی.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې دغه دارالعلوم اوس مهال د کابل د خیرخانې مینې په سیمه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي او په پنځه نیم جریبه ځمکه کې د ۲۸ درسي ټولګیو په درلودلو سره یوه ودانۍ ورته جوړه شوې ده. همدارنګه ډیر ژر به د همدې تعمیر تر څنګ یوه بله ۲۲ اطاقه ودانۍ هم ورته جوړه شي چې د ټولو لازمو تسهیلاتو درلودونکې به وي.
د پوهنې وزیر د خپلو خبرو په ترځ کې وویل: د کابل په عربي دارالعلوم کې اوس مهال ۱۲۰۰ طالب العلمانو ته د ۵۰ تنو استادانو له خوا تدریس کیږي او د دولسم او څوارلسم ټولګي په سویه زده کوونکي او محصلین د فراغت ویاړ ورڅخه تر لاسه کوي.
د ویناوو له برخې وروسته فارغ شوو کسانو ته د شهادتنامو د ورکولو او د فضیلت د پګړۍ د تړلو مراسم د پوهنې د وزیر په لاس پيل شول او فارغ شوو کسانو د فراغت د سندونو د لاسته راوړلو سره سره د فضیلت پګړۍ هم په سر کړې.
باید یادونه وشي چې په افغانستان کې اوس مهال د اسلامي تعلیماتو ۶۹۰ تعلیمي موسسې د دارالعلوم، دارالحفاظ او مدرسې په شکل د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي چې ۱۴۹۰۰۰ طالب العلمانو ته د ۵۸۴۳ تنو استادانو له خوا په هغه کې تدریس کیږي. همدارنګه په دې ورستیو کې د پوهنې وزارت د خپلو تشکیلاتو په چوکاټ کې د اسلامي زده کړو معینت هم ته هم ځای ورکړی څو د اسلامي زده کړو د موسساتو چارې په ښه توګه سمبالې کړي.