کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مذهبي مانورونه دې مهار شي

مذهبي مانورونه دې مهار شي

د کابل ښار سياه پوشي هرکال په دې ورځو کې مخ په پراخېدو ده . څو کاله وړاندې يواځې له تکيه خانو څخه تورې لتې راتاوې وې ، خو اوس ددغه ښار نږدې هر څلور لارى او د هرې کوڅې دروازه ، په تورو رختونو پوښل شوې ده .


د کربلا پېښه د اسلامي تاريخ يوه نه هېرېدونکي برخه جوړوي ، په دغه پېښه کې امام حسين او نږدې کسانو يې ، سرونه بايلول خو نړۍ ته يې د ظلم پر وړاندې د انقلاب او پاڅون پيغام پرېښود.


ټول مسلمانان د امام حسين او نورو اهل بيت په شهادت اوښکې تويوي او دا وير د ټولو دى ، خو د وير د اظهار څرنګوالى توپير لري .
تور بيرغونه ګرځول ، ځانونه په زنځيرونو وهل او يا نوره سياه پوشي د اهل تشيع دود دى ، خو اوس دغه دود دومره پراخه شوى چې نابلده خلک د کابل په ټولو ښاريانو ددغه مذهب د پلويانو ګومان کوي.


سياه پوشي کېداى شي تر ډېره حده د مذهبي جذبو له مخې هم نه وي او تر شا يې يو بل لوى هدف پروت وي او دا ځکه چې دا په حقيقت کې د خپل نفوذ ښودل دى.


دا سياه پوشيانې يواځې د کابل د اهل تشيع کار نه دى ، يو بل پياوړى بهرنى ځواک هم ورسره دى او دا ځواک ايران دى .
ايران ، په دې کار کې خپلې ګټې لري .
په اټومي هېواد بدلېدونکى ايران ، اوس په نړيواله کچه د انزوا خواته روان دى ، له همدې امله هڅه کوي ترڅو د سيمې په کچه له دغه خطره ځان وساتي .
ايران ، ددغو سياه پوشيو له لارې غواړي نړۍ او په ځانګړې توګه خپل حريف امريکا ته وښيي چې په کابل کې په پراخه کچه پلويان لري او بايد لږ ترلږه د افغانستان په قضيه کې يې رول نا ليدلى ونه ګڼل شي .


له بل پلوه دغه سياه پوشيانې د سنيانو په تنکي نسل هم اغيز ښندي ، ځکه هرڅه چې د چاپريال يوه برخه وګرځي ، يو وخت يې په پټو سترګو تقليد کېږي .
که وضعيت همداسې دوام وکړي ، يو وخت به سني ماشومانو هم له سرونو تورې لتې تاوې کړي وي .


په هرصورت ، د افغانستان حکومت که اهل تشيع ته د خپلو مراسمو نامحدوده ازادي ورکوي نو بايد سنيان هم ناليدلي ونه ګڼي .
اهل تشيع حق لري چې د کربلا له شهيدانو سره خپل درد په هرډول چې غواړي اظهار کړي ، خو دغه شان دردونه دې په نورو نه تحمل کوي .
حکومت بايد ، دوى ته يواځې د هغو ځايونو د سياه پوشي اجازه ورکړي چې يواځې د اهل تشيع استازيتوب کوي .


او که چېرې داسې ونه شي ، او هرچېره چې يو اهل تشيع وي ، هغه ټوله منطقه سياه پوشه شي، نو لرې نه ده چې بل کال ارګ هم په تورو ټوټو کې راتاو شي ، هلته خو هم يو شته .


د ليندۍ ٢٣مه، ٨٩