ستره محکمه دې د ملي بحران مخه ونیسي
د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ملا معنوی صیب توندې او غیر مسوولانه خبرې دې ته وهڅولم چې د ټولټاکنو په اړه لږ څه ولیکم. معنوی صیب د هر قانون څخه ځان پورته بولي او په تنده لهجه لوی څارنوالي او سترې محکمې ته اخطارونه ورکوي چی هیڅوک نه شي کولای د ټولټاکنو په باره کې څیړنه او تحقیقات وکړي او د ټاکنو پایلې باطل اعلان کړي که چیرې داسې وشي نو د معنوي صیب په خبره به ملي بحران رامنځته شي.
پوښتنه دا را ولاړیږی چې آیا د درغلیو څیړل او درغلي کوونکو کسانو محاکمې ته کشول او هغوی د خپل اعمالو سزا ته رسول د بحران سبب ګرځی؟!
زه نه پوهیږم چې معنوي صیب ولې دې ته فکر نه کوي چې په دې ټاکنو کې ټولو افغانو ته د ګډون زمینه نه وه برابره شوې او دا ټاکنې په هیڅ وجه د اساسي قانون مطابق نه ده شوې او نور زر رنګه فساد چې په ټاکنو کې شوې پر دې ټولو سترګې پټوی او پر خپلو خبرو ټینګار کوي.
د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس صیب پر دې فکر نه کوي که چیري هغه کسان چی په غیر قانوني ډول (د ټوپک په زور، د پیسو په زور، د ایران او پاکستان منافعو مدافعین او…) د افغانستان قانون جوړونکي شي نو بیا به څه حال وي دا ورته بحران نه ښکاري؟! افسوس پر داسې کسانو.
په اصل کې د ټولټاکنو او د شکایتو کمیسیونونه ونه شو کړی چی خپلې دندې په صحي توګه سرته ورسوی او په ټولټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسی او یا څیړنه وکړي او په خپل سر په یو طرفه ډول ددې نه بغیر چې د لوی څارنوالۍ ادعاو ته غوږ کیږدي د ټولټاکنو پایلې یې اعلان او د کرکیچ پیل یې وکړ. معنوي صیب خپل دلیل داسې بیانوي چې بهرني هیوادونه د ټولټاکنې ملاتړ کوي، خو پر دې فکر نه کوي چې بهرنی هیوادونه لکه امریکا او اروپايي هیوادونه د خپل ۹ کلنۍ اشغال په دوره کې هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده او په دې لاره هغوی غواړي چې ټولې نړۍ ته خپل بریا څرګند کړي چې مونږ په افغانستان کې آزاد او سرتاسری ټولټاکنې وکړې او پر خلکو باندې دا ټاکنې ور تپل غواړي ترڅو خپلو اهدافو ته ورسیږي.
دا خبره خو ټولو ته څرګنده ده چې بهرني ناظرین په ټاکنو کې نورې سیمي خو لا پریږده چې حتا د کابل په حوزو کي حضور نه درلوده نو د هغوی خبرې څنګه دلیل کیدای شي(؟!) چې دا ټاکنې منصفانه او له درغلیو پاک ټاکنې وې، هغوی په کوم دلیل دا ټاکنې تاییدوی چې شفاف او قانونی ټاکنې دي؟
په آخره کې دا د سترې محکمې مسوولیت جوړیږی چې د حقایقو په نظر کې نیولو سره د افغان ولس په ملاتړ دا ټاکنې باطل اعلان کړي او د ملي بحران د رامنځته کیدو مخه ونیسی، د درغلي کوونکو او د ملت دښمنانو ته داسې سزا ورکړي چې په راتلونکي کې نورو ته د عبرت سبب وګرځي.