د افغانستان د ولسِي جرګې وروستۍ ټاګنې په هیواد کښې یو سیاسی بحران پیدا کړی دی . سیاسي کارپوهان ددغو ټاکنو په اړه بیلابیل تحلیلونه کوي او خپل خیالات څرګندوي . زمونږ د هیواد د هري طبقي خلک که ډاکټر دی ، که معلم دی ، که موټروان دی ، که دوکاندار دی ، که تاجر دی ، لنډه داچې د هیواد ټول وکړي په اندیښنه کې دي او نه پوهیږي چې د پردې تر شا څه تیریږي . په حقیقت کې هم له چارواکو او هم له اولس څخه لار ورکه ده. د بې اعتمادۍ او بې باورۍ وریځې د هیواد په سیاسي فضا کرځي راګرځی او معلومه نه ده چې په خلکو به څه به وریږي .
د ولسي جرګې د پاره ټاکنې د سنبلې په میاشت کې تر سره شوې او پایلې یې د انتخاباتو د کمیسیون لخوا د قوس په میاشت کې اعلان شوې . نه پوهیږو چې دا ولې ؟ دا دومره انتظار د څه د پاره ؟ دا د چا په نفع او د چا په تاوان تمامیږي ؟
د افغانستان اکثره خلک په دې باور دي چې په ټاکنو کښې تقلب شوی دی او دا ټاکنې په هیڅ صورت مشروعیت نه لري نو ځکه دوي د ټاکنو د نتائجو د لغو کیدو غوښتنه کوي.
اوس که ټاکنې لغو شي نو څه به پیښ شي او که لغو نه شي نو څه به پیښ شي . په دواړو حالتونو کښې ستونزه نه حل کیږي بلکې ستونزه نوره هم زیاتیږي.
که انتخابات لغو شي نو هغه وکیلان چې په اصطلاح کټونکي دي ، هغوي به آرام پاتې نه شي او هرومرو به خپل غږ را اوچتوي او که لغو نه شي نو هم به معترض نوماندان آرام پاتې نه شي .
څه باید وشي ؟
زما په خیال ددې د پاره چې حالات عادي حالت ته راوګرځي او د یو لوي بحران مخه ونیول شي نو بهتره ده چې ستره محکمه یو تصمیم ونیسي او د حقایقو په رڼا کښې یوه نهایی فیصله وکړي . داسې فیصله چې د اولس اکثریت ته د منلو وړ وي . همداشان ښاغلي ولس مشر ته ښائی چې د سترې محکمې د حکم په رڼا کښې د یو فرمان په صادرولو دا ستونزه حل کړي .
ددې ستونزې نه حل کیدل او په دې کې ځنډ کول د هیواد او هیوادوالو په نفع نه تمامیږي. د آفغانستان له سیاسي فضا نه باید د بې باورۍ او بې اعتمادې وریځې لر شی ترڅو د اعتماد او باور رڼا ښکاره او په دې رڼا کې هر څه روښانه او څرګند شي .
که چیرې نوی پارلمان پرانستل شی او په کار پیل وکړي نو له دې سره به مشکلات نور هم زیات شي او د جمهور رییس محترم کرزي حکومت به د لا نورو ډیرو ستونزو سره مخامخ شي. ددې پارلمان فیصلې به له یوې خوا د افغان ملت اکثریت ته د منلو وړ نه وي او له بلې خوا به د هیواد ملي ګټو ته سخت تاوان ورسوي.
د هیواد جمهور رییس ته ښایی چې د اولس ګټو ته ترجیع او لومړیتوب ورکړي او هغه سیاست غوره کړي چې د هیواد او اولس په فائده وي . دا په ولسمشرپورې اړه لري چې څرنګه د افغانستان سیاسي فضا ښکلې او پاکه وساتي.