شخصيت پرستي

د خپل چاپيرچل په سياسي او ادبي حالاتو چی نظر واچوم نو يو عجيبه تصوير می مخی ته جوړ شي – ددی تصوير که څه رنګونه سوليدلي او مخلي دي نو څه زړه راښکونکي دي – زړه راښکونکي رنګونه هاغه نظرياتي رنګونه دي چی پيړۍ پری تيری شوی خو په خپل حال کی موجود دي  خو مخلي او سوليدلي رنګونه  دومره ډير دي چی ددغو زړه راښکونکو رنګونو ټوله ښکلا يی زيانمنه کړی ده او بنيادي سبب يی زه ړنده شخصيت پرستي ګڼم .


د وړی وچی[برصغير] په تاريخ کی داسی سړي تير شوي دي چی قومونو ته یی ددوي د ښيګړی د پاره داسی نظريات وړاندی کړی او بیا يی عملي مبارزی کړي چی هیرول يی ممکن نه دی او تر وسه تری ددی سيمی قامونه ګټی پورته کوي .
دغه شخصيات ډير د درناوي وړ دي ځکه چی خپل عمرونه او مالونه يی د قومونو د ښيګړو د پاره قربان کړی دی
خو د بده مرغه خلکو ددغو شخصياتو نظريات هير کړل او په ذاتونو  يی ورپسی شول لکه د کوم مشهور سړی چی د قوم د پاره قربانيانی ورکړی وی د هغی نه ميراث جوړ شو  لکه ددغه دروند شحصيت زوی که هر څومره ناقابله وو  خو د پلار شخصيت يی د ميراث په توګه په کار راوستو  او بيا دغه  کړۍ د نمسو او کړوسو پوری ورسيدی .


دلته شخصیات به نظرياتو غالب شول او د اولسونو شعورونه تر دی حدونو زيان من شول  چی که مشر يی بده خبره هم کوی نو دوي ته ښه ښکاري او د اختلاف ګنجايش تری بيخي د مينځه لاړ،که په سياسي توګه وګورو نو دغه د ميراث سلسله تر ننه ښه په درز کی روانه ده  په هندوستان کی ګاندي خاندان تر ننه په حکومت کی دی  او دغه ميراث د اټالوی سونياګاندي پوری راورسيدو او کيدی شی څو پيړۍ نور هم وچليږي .
په پاکستان کی بهټو بیا بينظيره[ددی ځای قابله وه] بیا زرداری او کیدی شي دا سلسله د بلاول د نمسو پوری ورسی . باچاخان ورپسی ولي خان[زه يی ددغه ځاي قابل ګڼم] اوس اسفنديار او  بيا کيدی شی تر کړوسو پوری دا کړۍ وغځيږي ، مفتي محمود  بیا فضل الرحمان  عطاالرحمان  او دغسی نوازشریف شهباز شریف حمزه شهباز  او د بلوچو خبره خو به نه کوو ځکه چی دغه سرداران به تر قيامته سرداران وي .
ددی ميراثي قيادتونو دا نه ختميدونکي سلسله د قوم د نوي استعدادونو [ټيلنټ] لاری نيسي  او زمونږ سیاسی اداری  د څوخاندانونو ميراثونه جوړ شوي دی ، مونږ خو ځانونو ته په هر څه کی د امريکی مثال ږدو خو ددغه قام سياسی پوهه مو بيخي له نظرونو غورزولی ده چی د نن نه څو کاله اګاهو چا د بارک اوبامه نوم هم نه پيژندلو خو د اولس د چغو به زور  نن  د امریکی صدر دی او سبا له به بل څوک وی .
دغه حال زمونږ د ادب هم دی  په ادب کی مونږ د هر چا نه ډير شخصيت پرست يو چی بنیادي سبب يی زمونږ د لیک
لوست نه لری والی دی  که یو لیکوال د يو ادبي صنف له کبله نوم وګټي  نو ځنی ځنی پکی بيا ځانونه عقل کل ګڼي
د شاعر نه نقاد جوړ شي او کم پوهه خلک يی هره خبره دليل ګڼي  لکه نن سبا چی د پښتو څه لوړپوړي شاعران د
پښتو د املا سره لوبی کوي خپلی د نيټ پاڼی يی خلاسی کړی او خپله خپله پښتو ليکي  او قام يی په ډلو کی ويشلی دی اوس د عام پښتون د پاره دا ګرانه ده چی سوچه پښتو وپيژني او وليکي   زما په خيال چی دا څو کسان  که شاعران نه وی نو د قام د پاره به ښه وه ځکه چی دوي پښتو ته له دښمنانو نه زيات نقصان ورسولو.


زما د قام زلمو  راځۍ چی لوستنی ته مخه کړو او پخپله د خپل ادب نه ځانونه خبر کړو او بيا يی خپلو نسلونو ته په
سوچه توګه ورسوو  د سیاسی شخصیت پرستۍ زيانونه خو مو وليدل چی يوه اداره مو سمی جوړونی ته نه پریدي
او د میراثي سیاست  نه قام ته هيڅ په لاس ورنه رغلل  ، د نظرياتو نه انکار کول ګمراهی ده خو د شخصیاتو ړوند تقليد  بت پرستي ده  باید چی مونږ د سترو خلکو نظریات د خپلو سیاسی لارو مشالونه کړو خو د چا ميراثونه یی ونه ګنو  په مونږ کی داسی خلک شته چی ددغو شخصياتو د نظرياتو نه د هغوي د اولادونو نه ډير خبر يو  او په عملونو کی مو له ورايه  ښکاري .