کور / تازه خبرونه / شنونکي: امريکا دي له طالبانو سره مخامخ خبري وکړي

شنونکي: امريکا دي له طالبانو سره مخامخ خبري وکړي

يو شمېر نړۍ والو سياسي کارپوهانو د امريکا پر ولسمشر باراک اوباما باندي ږغ کړى، چي له طالب مشرانو سره مخامخ تماس ونيسي.
دغه ٢٣ څېړونکي چي د پاکستان پر کاناډايي او اېټالوي ژورناليستانو او سربېره د پاکستان نوموتى ژورناليست احمدرشيد هم شامل دئ، باراک اوباما ته يې ليک لېږلى چي د کندهار او هلمند عمليات د خلګو د ځوروني او له دولت او امريکا څخه د نور نفرت سبب ګرځي، عمليات ناکامه دي او بايد امريکا له دوى سره مخامخ خبري وکړي.
دغو کارپوهانو ويلي چي د طالبانو مشران هم له امريکا سره خبرو ته حاضر دي او باراک اوباما ته ښايي چي له دې فرصت څخه استفاده وکړي.
په ليک کي له امريکا غوښتل سوي چي د امريکا اوسنۍ ستراتيژي د طالبانو خلاف بريالۍ نه ده او امريکا بايد په خپله ستراتيژي کي بنسټيز بدلون راولي.
بلي خوا ته د کابل پوهنتون د سياسي علومو او حقوقو پوهنځي استاد پوهاند ودير صافي هم د کارپوهانو دغه وړانديز تائېد کړى او دا وړانديز يې د افغان کشالې د حل يوه ښه لاره بللې ده.
پوهاند صافي له آزادۍ راډيو سره په مرکه کي وويل چي طالبان پر افغان حکومت باور نه لري، ځکه طالبان پوهېږي چي افغان حکومت کمزورى او اصلي واک له امريکا سره دئ، ځکه نو طالبان له حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي او مخامخ له امريکا سره خبرو ته تيار دي.