بڼيګي مې د خوږ زړه په پرهرو لولکۍ
ستا غم دی که جانانه بې وزرو لولکۍ
د سوات د ګلبڼونو نه راغلی دي خيمو ته
پنجرو کې به څنګ پاي د نښترو لولکۍ
د جونو د سر نن سبا قيمت څه دی پوه نه يم
په څه بيه خرڅيږي د خبرو لولکۍ
چې ښکلو لرۍ تاسو داسې ګل ګل رخسارونه
راځي به ورله داسې د نظرو لولکۍ
سپرلی نه دی چې ګل نه شي په دښتو کې سورګلي
تر څو چې پکې نه شي په سندرو لولکۍ
اوس ځانله چرته ځاي ګوري د سر د پټولو
اوس نه کښيني ديپکه په ګورګورو لولکۍ
ديپک /پښتونخوا