پداسې حال کې چې له بولانه تر چترال، له امو تر اباسين پورې ګرد افغان ملت په خپلو وينو کې لمبول کېږي، يو شمېر ځانګړي اجير وګړۍ او کړۍ شپه او ورځ لګيا دي دا ټپي-ټپي ملت له شا نه په چړو وهئ، او د غليم ژرندې ته اوبه ورکوي. دا په پوهه اوناپوهه توګه کرايه کړ شويو شارلتانانو تل تر تله د افغان ګروهمن ملت له سپيڅلو عقيدو او خوښباورۍ څخه د تاريخ په بهير کې د خپلو ټيټو موخو لپاره ناجايزه ګټه پورته کړې او پورته کوي يې. اجيرې شوې دا کړي پر افغانانو د راښکته کړل شوې غميزې د تاريخ د تحريفولو هڅه کوي – داسې ښيي چې ګواکې دا د افغان ملت ګناه ده چې وژل کېږي، ځورول کېږي او د ناهيليو په تورو دښتو او رغونو کې له ورکې او تباهۍ سره مخامخ دي. د افغان غليمه اجيرانو پر اند، بايد افغانان د دوى د قاتلانو له چړې نه د ځان ژغورلو لپاره له خپلو حقه داعيو څخه لاس پر سر شي، خپل تاريخي دښمن او خپلو ګاونډيانو، په تېره پاکستان ته “اطمنان” ورکړي.
دا ځل خبره د “ډيورندلاين” په اړه ده. دا وګړي او کړۍ وايي چې د دې خبرې د يادولو وخت نه دى ځکه چې له افغانانو سره د “بهرنيو قوتونو د اتحاد” په ملاتړ شکمن دي! دا د خورا اريانتيا وړ ده چې پر خپل ملا تړلي او ننګيالي ملت د ډاډ او ويسا پر ځاى، له هغه غليم او سيمييزو لاسپوڅو څخه يې داسې هيله ولري چې افغانان خپله بشپړه ازادي تر لاسه کړي.
اړينه ده دلته د تاريخ تل ته د ورښکته کېدو له لارې، د معلولونو پر ځاى هغوعلتونو ته يوه لنډه کتنه وشي چې د افغان ملت د پيړيو اوږدې غميزې مور ده. تاريخ ددې واقعيت شاهد دى چې– د لوېديځ-ختيځ تر منځ د نښلوونکي پُل په توګه – د افغانانو له خوښې پرته د ګردو زمانو هېڅ ځواک هېڅ موخې ته د رسېدو توان نه دى درلودلى. د خپل وياړلي تاريخ په بهير کې يې نه د چا پر کور، وطن او مېنه بلوسه کړې او نه يې د چا پرخلاف له بل سره په توطيه کې ونډه لرلې ده. خو کله چې يې بيا بل پرخلاف د ناروا ملا تړلې ده، نو د زمانو هېڅ يو فرعون هم ترې پر روغو پښو نه دى خلا ص شوى. د افغان ملت روانه وژنه د هغې د تاريخ تکرار نا، بلکې دوام يې دى. پر حقايقو د رڼا اچولو لپاره به ، د بېلګې په توګه، د وروستيو درۍ لسيزو څيړنه پرځاى وي.
د پاکستان پوځي ديکتاتور، جنرال محمد ضياالحق، په افغانستان کې د ١٩٧٩ کال شوروي د مداخلې د عواملو په برابرولو کې بنسټيز نخچ ولوباوه. په هغه مهال پاکستان، د امريکا د ډيرو اقتصادي او پوځي مرستو په نتيجه کې له اقتصادي او سياسي بُحران څخه وژغورل شواو له همدې کبله يې وکړاى شول “.. د افغان مهاجرينو او مجاهدينو ملاتړ د اسلامي ورورولۍ او ښه ګاونډيتوب په وجه..” وکړي. له قدرت څخه د ايران د رضاشاه پهلوي له ګوښه کيدو وروسته، په سهيلي اسيا کې پاکستان د امريکا يواځنى اسلامي متحد هيواد و چې واشنګټن ته يې ددې ټټر وهلى شو په سيمه کې د هغه ګټې وساتي.
افغان ملت د سرو لښکرو په مقابل کې په خورا ايماندارۍ جنګېده. د افغانستان سهيلي، سهيل ختيزې او ختيزې سيمې وې چې په هيواد کې د ننه يې د روسانو تر پښو لاندې اور په لمبو کړى و. نو هماغه و چې امريکا، لدې کبله چې اوس دې باور ته رسيدلې وه چې کولاى شي د روسانو پرضد د افغانانو له جهاد څخه ستراتيژيکي ګټې پورته کړي، له پاکستان سره د لاس يو کولو په هڅه کې شوه. د ١٩٨٠ کال له پيل سره سم دواړو هيوادونو، امريکا او پاکستان، افغانانو ته د وسلو د رسولو په اړه خپل فعاليت منظم کړ او د هغه د پلي کولو لپاره ځ – بريژنسکي وټاکل شو. نوموړى چې “.. په پټو عملياتو کې د (امريکا) د ولس مشر د ځانګړې کميټې مشر او د وسلو ټول پروګرام يې تر لاس لاندې و، د ١٩٨٠ کال په جنورۍ کې پاکستان او مصر ته سفر وکړ چې له ضيا او سادات سره وګوري..”
نو پدې توګه د افغانانو د وينو توييدنې او بدمرغۍ پر پاکستان مسلطو لاسپوڅو جرنيلانو ته د اقتصادي، سياسي، پوځي او ځانګړو ګټو سرچينه پر لاس ورکړه. د ضياالحق د پوځي ديکتاتوري رژيم لړزاندې پښې د “شوروي ګواښ” تر نامۀ لاندې په ټينګيدو شوې. د سترګو په رپ کې نوموړى جنرال او کودتايي مارشل لا رژيم يې د لويديزې نړۍ او د خليج په تيلو مړو شيخانو په سترګو کې پړسيدلى اهميت وموند. له همدې کبله و چې پنجابى ديکتاتور دې حقيقت ته متوجه شو چې د افغان ملت د اضمحلال او نابودۍ لپاره دده “د تاريخ شيبې رارسيدلې وې”.
د ١٩٨٠ کال د فبروري په پيل کې اسلام اباد ته د جيمي کارتر د ملي امنيت سلاکار، ځ- بريژنسکي د سفر موخه دا وه چې په سهيلي اسيا کې د شوروي پرضد له پاکستان سره په ګډه ستراتيژي، پاکستان ته د متحده ايالاتو د مرستو ورکولو او “د امريکا او پاکستان د دفاعي اړيکو په جوړښت” خبرې وکړي. د خبرو په ترڅ کې پاکستان امريکا ته د خپلو غوښتنو فهرست وړاندې کړ او ترې يې وغوښتل چې: (١) له پاکستان سره د پاکستان د ساتنې لپاره تړون وکړي، (٢) پاکستان ته څو زره مليون ډالره اقتصادي او پوځي مرسته ومني، (٣) د امريکا د استخباراتو اداره، سي آى اِې، په افغانستان کې په جګړه کې مخامخ برخه وانخلي او (٤) مجاهدينو ته د وسلو د ويش او ورکولو دنده به د آى اِس آى پر غاړه وي. او په بدل کې يې جنرال ضياالحق امريکا ته ډاډ ورکړى وو چې په افغانستان کې به د روسانو پرضد “د امريکا جګړه” پر مخ بوزي. د ١٩٨١ کال د سپتامبر پر ١٥ واشنګټن ژمنه وکړه چې پاکستان ته به په شپږو کلونو کې درۍ زره او دوه سوه مليون ډالره مرسته ورکوي. ددې مرستې ورکولو پروسه د ١٩٨٢ کال د اکتوبر د مياشتې له لومړنۍ نيټې څخه پيل شوه، چې نيمايي برخه يې پوځي مرسته او بله نيمايي يې اقتصادي مرسته وه. او پر دې سربيره له ضيا سره ژمنه شوې وه چې د يوزر او يوسل مليون ډالرو پر اندازه به نورې پيسې هم “له کوم تيلو ماړۀ دوست عربي هيواد” څخه ورته وموندل شي چې پرې به ٤٠ اِف- ١٦ ډوله جنګي الوتکې وپېري. ( * )
پدې ډول د رونالد ريګن د ادارې او جنرال ضيا د مارشل لا موخې له يوۀ بل سره موازي وې. امريکايانو زموږ په هيواد کې د شوروي له مداخلې څخه د مخه پتيلې وه چې کۀ “.. روسان افغانستان ته ژور وروڅکول شي، [له يوې خوا به له هغوى څخه د ويتنام بدل واخلي]، اسانه هدف به وګرځي او امريکا به په افغانستان کې د هغوى له موجوديت څخه د عربي خليج له هيوادونو، ايران، چين او پاکستان سره د خپلو اړيکو په اړوند کار واخلي..” نو څنګه چې امريکا افغانستان ته د روسانو پر “ورڅکولو” کې خپله موخه ترلاسه کړه، افغانستان يې د جګړې په ډګر بدل کړ او ورپسې د اوږدې جګړې د لا اوږدولو په لټه، او له هغې څخه د اعظمې ګټې اخستلو ته يې ملا وتړله.
ددې ناروا تجارت بيه د افغان ملت وينه وه.
په افغانستان کې د جرنيلي پاکستان د سياسي موخو او له افغان تنظيمونو سره د راجه-جرنيل ضيا د حکومت د چلند پر اړه د پاکستان د آى اِس آى د ادارې د مشرتابه يوه غړي، ډګروال محمديوسف – البته له خپل انګرېز بادار، مارک ادکين، سره په ګډه – د “يږ تلکه” تر عنوان لاندې يو کتاب ليکلى دى. پدې کتاب کې ليکوال مرګونى تکل کړى چې د غاصبو روسانو پرضد د افغانانو د جهاد په وياړونو يواځې ځان او جرنيلي پاکستان ووياړوي. پدې بهير کې يې تر ډيره حده پورې د پنجابي پوځ او بيروکراتانو افغان ضد اغراض، چې د لوڅولو وړ وو، لوڅ شوي دي. د افغان ملت غميزه دپاکستان د مارشل لا رژيم لپاره يوه “غيبي تحفه” وه. جرنيل ضيا ته يې دا ښه فُرصت ورپه برخه کړ چې، له يوې خوا د افغانانو د نابودۍ تاريخي موخه، او له بلې خوا د اسلام اباد د ګڼ-اړخيزو بحرانونو د لرې کولو پرلور په افغانستان کې خپله لاسوهنه، چې په شديده توګه يې د مرحوم محمد داود د جمهوريت په زمانه، ١٩٧٣ کال، کې پيل کړې وه، ګړندۍ کاندي.
ډګروال محمديوسف، چې له ١٩٨٣ تر ١٩٨٧ پورې په آى اِس آى کې د “افغان جهاد لارښوونکى” و، د “يږ تلکه” په ٢٠ او ٢٥ مخ کې وايي چې جنرال ضيا د پاکستان د آى اِس آى له نوي ټاکل شوي رئيس، جنرال اختر عبدالرحمن، او نورو ورته نږدې جنرالانو سره په يوه غونډه کې د افغانستان روانه وضع وڅيړله او جنرال اختر ته يې وويل: “.. ددې لپاره چې په پاکستان او نړۍ کې خپل دريځ پياوړى کړاى شم، دوه کاله مودې ته اړتيا ده..” نو په کار ده چې په افغانستان کې “.. اوبۀ په مناسبه تودوخه ويېشول شي..”
ډګروال محمد يوسف او مارک ادکين د “يږ تلکه” په ٤٢ مخ کې وايي: “.. جنرال اختر د پاکستان د اردو ټولې زيرمې مخ پر شا واړولې او له هغو څخه يې ٣٠٣-ډوله انګريزي توپک او د تانک ضد ماينونه، او چينايي توغندي راويستل … ځنې قوماندانانو او ځينو تنظيمونو ته افغانستان ته د وسلو لږدولو دنده وروسپارل شوه. د جګړې د سمون او بهير اداره د آى اس آى د کرنيلانو په ولکه کې وه. دا امکان تر هغه کچه وسيع شو چې لدې ليارې تر ١٩٨٦ کال پورې افغانستان ته په اونۍ کې يو زر ټنه وسله ليږديدله ..”
ډګروال يوسف ليکي چې “.. زموږ بنسټيزه موخه دا وه چې کابل بايد د کال په ټولو دولس مياشتو کې د توغنديو تر بريد لاندې وي. پر لويو پوځي او دولتي مرکزونو د توغنديو پر بريد سربيره بايد پر زيربنايي تاسيساتو او لويو فابريکو د بريد لپاره تخريب کاران واستول شي. د کابل ويجاړول د جنرال اختر د پلان مرکزي هسته جوړوله. په ١٩٨٠ کال کې آى اِس آى د تنظيمونو بيلابيلو ډلو ته په زرګونو ټنه وسلې او مهمات ورکړې وو او د همدې دندې د سر ته رسولو لپاره په زرګونو تنه ځانګړي تنظيمي وګړي روزل شوي وو. ” د ١٩٨٠ او ١٩٨٧ کلونو ترمنځ د آى اِس آى له لارې د پاکستان د اردو ډلې افغانستان ته د مجاهدينو د مرستې او لارښوونې لپاره تللې..” په همدې توګه، له يوې خوا د پاکستان د “امنيت” لپاره، او له بلې خوا له امريکې څخه د اوږدې مودې پوځي او اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو په بدل کې جنرال ضيا د واشنګټن په لارښوونه د امريکا د ګټو ساتلو پر لور په “يږ تلکه”، افغانستان، کې د روسانو د اوږدې مودې نښلول غوښتل. ډګروال يوسف دا خبره په وار وار تکراروي چې: “.. زه په آى اِس آى کې د افغان څانګې د مشر په توګه نه يواځې ددې مسئول وم چې مجاهدين وروزم او وسله ورته تياره کړم، بلکې په افغانستان کې د هغوى د عملياتو پلانول هم زما په لاس کې وو. زموږ هدف دا و چې شورويانو ته افغانستان پر ويتنام بدل کړو … افغانستان بايد په ورو ورو په اور اړول شوى واى … موږ ته د ١٩٨٣ کال په اوږدو کې اټکل لس زره ټنه وسله او ګولۍ راورسيدې او دا کچه په ١٩٨٧ کې ٦٥٠٠٠ ټنو ته ورسيده … ددې وسلو زياته برخه له چين، مصراو بيا وروسته له اسرائيلو راتله ..”
د افغان ملت په نارحمه قتلونه کې له صهيونيزم سره د جرنيلي پاکستان اړېکي کومه نوې خبره نه وه. جرنيل ضيا، د ١٩٦٠ کلونو په بهير کې د اسرائيلو په پلوي په اردن کې د فلسطين ولس پر ضد وجنګېد. هغه مهال ډګروال و.
د ١٩٨٨ کال په دويمه مياشت له شپږ کاله اوږده خورا ټکني پرمخ تګ وروسته د ژنيو د پروسې له پروګرام سره سم بايد د فبروري په مياشت کې له افغانستان څخه د روسانو وتل پيل شوي واى. د ژنيو په پروسه کې څلورو سندونه شامل وو – هغه سندونه دا وو: (١) له افغانستان څخه د شوروي د پوځونو وتل؛ (٢) د افغانستان او پاکستان په کورنيو چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې پاى؛ (٣) د داسې لاسوهنې د نه تکراريدو او نه بيا پيل کيدو پر اړه تضمينونه؛ او (٤) خپل هيواد او کورونو ته په خپله خوښه او په عزت او امنيت کې د افغان مهاجرينو ستنيدل. د ژنيو تړون به د افغانستان د کمونستي حکومت او جرنيلي پاکستان ترمنځ لاسليک کيدۀ؛ مجاهدينو ته له سر څخه تر پايه پدې هکله د پريکړې واک او يا په هغۀ کې د تشبث حق نه و ورکړل شوى؛ او پلي کول يې د شوروي او امريکا له خوا تضمين شوي وو!! . د تنظيمونو مشران، چې د “کفارو” تر کومندې لاندېې يې د خپل اولس په مري چړې ايښې وې، بيلۀ دې چې د داسې سپکاوي په هکله حتى ډير کوچنى غبرګون هم وښيي، په ارامه د پيسو په ټولولو بوخت وو. د جنرال ضيا حکومت، چې په خپله يې خپل ځان د مجاهدينو وکيل ټاکلى و، د امريکا په مرسته، فشار او هڅونه، د خبرو اترو په ليار کې هر ډول خنډونه اچول. که څۀ هم چې په ظاهره يې په افغانستان کې د جګړې د پاى خبرې کولې، خو په واقعيت کې د هري داسې وسيلې او پلمې په لټه کې و چې زموږ له هيواد څخه د روسانو د وتلو او د سولې د راتګ مخه ډب کړي، او تر هرڅومره چې کيداى شواى په هيواد کې خونړۍ جګړه اوږده کاندي او روسان په افغانستان کې “تړلي” وساتي.
ددې پلمو په منځ کې د پرنګي اوامريکا يوه پلمه هم، چې خورا خطرناکه وه، را مخ ته کړله. هغه د شوروي پوځونو له وتلو څخه د مخه د افغانستان په “.. راتلونکي حکومت کې د ايتنيکي جوړښت څرنګوالى..” و. پدې توګه يې د افغانستان جهاد او د افغانانو سرښندنې په هيواد کې په قومي شخړه بدلول غوښتل، او د اسلامي حکومت پرځاى يې، چې له افغانانو سره د پاکستان د “اسلامي ورورۍ” مرکزي ټکى و، د افغانانو لپاره پر قومي او نژادي ستنو ولاړ حکومت ډالۍ کاوۀ. له دې سره په اصل کې پرنګي، امريکا او پاکستان هغه ګام تائيد کړ چې روسانو د خپل اشغال په يوه لسيزه کې د افغانانو د ويشلو لپاره ورباندې روان وو. ددې خطرناک پلان پايلې د افغانانو لپاره بيا وروسته په خورا درنه بيه تمامې شوې.
د پاکستان پردې منفي دريځ د غبرګون په ترڅ کې افغانستان ته د هغه مهال د ملګرو ملتو استازى، ديګو کوردوويز، وايي چې “زۀ هک حيران” پاتې شوم. “.. پاکستان پرما بشپړ يو کال زور اچاوۀ چې د پوځونو د يستلو او يوۀ نوي حکومت د جوړولو ترمنځ له تړاو څخه لاس واخلي. د شوروي له خوا هغه دلايل چې د داسې يوۀ تړاو پر هکله يې وړاندې کول، د خندا وړ ګرځيدل او د هغو دلايلو د ناموجه توب او بې ماناتوب له کبله ورباندې سملاسي د بُطلان کرښه تيريده. ضيا او [د بهرنيو چارو وزير يې] يعقوب په سلګونو ځله ماته ډاډ راکړى و چې پاکستان به چمتو وې چې له کارمل پرته به له هرچا سره، ((حتى د کارمل له ورور او يا يوې ګوډۍ)) سره هم، لاسليک وکړي. [سلطان على کشتمند ته تر ټولولومړيتوب ورکول کېده.] اسلام اباد، لکه د واشنګټن پر څېر، پردې خبره ټينګار کاوۀ چې کله چې د پوځونو پر وتلو جوړجاړى راشي، نو نور هرڅه به په خپله ((خپل ځاى ونيسي)). په مسکو کې شورويانو د پوځونو د يستلو لپاره له يوه کال څخه لږ چوکاټ منلى دى. ايا اوس هغوى ته څه ووايم چې د پوځونو وتل نور ضرور نه دي..”
لدې نه د مخه چې په ژنيو کې د “وروستي پړاو” خبرو لپاره تيارى ونيسي، د ملګرو ملتو د سرمنشي استازي کابل او اسلام اباد ته سفر وکړ او د لومړي ځل لپاره يې د مجاهدينو د اووۀ ګوني اتحاد له نوبتي مشر، مولوي محمد يونس خالص، سره ليدنه وکړه. تر دې دمه د تنظيمونو له مشرانو سره د ملګرو ملتو د استازي د کتنې په ليار کې هم اسلام اباد خنډونه اچول. د اووه ګوني اتحاد له وياند، مولوي خالص سره، ددې ليدنې موخه دا وه چې د تنظيمونو له مشرانو سره په افغانستان کې د ټولو محاربو ډلو په ګډون د يوۀ ائتلافي حکومت د جوړولو په برخه کې خبرې وکړي. که څه هم په پيل کې مولوي خالص د ملګرو ملتو له استازي، کوردوويز، سره له ليدنې څخه غاړه وغړوله او څو ورڅې پخوا يې ورته “روسي خاين” ويلي و، خو بيا يې وروسته “د جنرال ضيا په غوښتنه” يې له نوموړي سره، کتنه وکړه. د ملګرو ملتو د استازي او د “اووه ګوني اتحاد” ترمنځ په دې خبرو کې د پرمخ تګ نښې نښانې ليدل کيدې. اولدې سره، سره چې د اتحاد پر استازتوب، مولوي محمد يونس خالص، له خوا د کابل له “مزدور” رژيم سره د ” قدرت ويش” ته د غاړې ايښودل تکذيب شوي وو، خو د ملګرو ملتودسرمنشي استازي دا خبره لوڅه کړله چې له هغه سره کتنه يې مثبته او د “.. څو غوره ټکو په اړه دواړه په يوه خوا خوځيدلي و..” کوردوويز وايي چې له خالص سره د يوه ائتلافي حکومت پر اړه د خبرو په ترڅ کې نوموړي وويل چې: “.. اتحاد پريکړه کړې چې د مجاهدينو، مهاجرينو او په کابل کې د ننه د ښو مسلمانو پر ګډون به يو حکومت جوړ کړي. او دا کار به له افغانستان څخه د روسانو د وتلو لپاره لياره سمه کاندي، په هيواد کې به سوله راولي، وطن ته به د “افغان مهاجرينو” د بيرته ستنيدو لپاره امکانات برابر کړي او د جګړې ځپلي افغانستان پر بيا رغاونه به لاس پورې شي..” په کابل کې د “ښو مسلمانانو” مقصد په کمونست ګوند کې د تنظيمونو لپاره د منلو وړ کسان وو. خو اساسي موخه دا نه وه. مولوي خالص د پاکستان په ستراتېژيکي لوبه کې د شطرنج د يوه پياده په توګه استعمالېده. د ١٩٨٨ کال د جنورۍ په نيمايي کې د امريکې له خوا په خپارۀ شوي يوۀ حکومتي راپور کې ويل کيږي چې واشنګټن او سيمييز لاسپوڅي يې، پاکستان، پلان لاره په “.. راتلونکي افغانستان کې د قومونو او ايتنيکي جوړښت د معيار.. ” پر بنا د يوۀ ائتلافي حکومت د جوړولو پلان پلى کاندي. په واقعي توګه امريکا پدې پوهيدله چې شوروي په بيړه کې وه چې په يوۀ شکل يا بل له افغانستان څخه ووزي او دا کار د واشنګټن له موخو سره برابر نه و. نو د پخواني دريځ پر خلاف يې – د نور زور اچولو پر موخه- په کابل کې د “ائتلافي حکومت” او د “مجاهدينو د عبوري حکومت؟” د جوړولو پلمې هغه تاکتيکونه و و چې د “.. دکابل د حکومت او روسانو د تحريک کولو لپاره د يوې وسيلې په توګه په کاريدل چې په نتيجه کې يې ممکن هغوى د ژنيو له خبرو څخه ووزي..”
د ١٩٨٨ کال د مارچ د مياشتې پر ٢٢ نيټه پاکستان له افغانانو سره “داسلامي ورولۍ” اصلي موخه ښکاره کړه. په ژنيو کې يې د پولې په توګه د “ډيورند لاين” په رسميت پيژندل خبرو ته وړاندې کړ، او ناڅاپه د ضيا رژيم د “امريکا په سلا” په افغانستان کې د “انتقالي حکومت ” د جوړولو خبره ژر شاته واچوله، او وروستى “نوي شرط” – د “ډيورندلاين” په رسميت پيژندل- يې ټينګ کړل. البته داسلام اباد د دې “شهکاري” په جايزه کې په خپل وار د اپريل په ٣ نيټه د امريکې د دفاع وزير، کارلوچي، اعلان وکړ چې جرنيلي پاکستان ته به د اواکس* سره يوځاى نورې اف – ١٦ ډوله الوتکې هم ورکړي.
له افغانستان څخه د شوروي د پوځونو د وتلو د لومړي پړاو په لړ کې، چې لومړي کنډکونه يې د ١٩٨٨ د مى د مياشتې په ١٥ له جلال اباد څخه وتلي و، د اګست د مياشتې په لومړۍ اونۍ کې له کندهار څخه هم ووتل. د کندهار ښار دفاع د “دوه افغاني فرقو”، پر غاړه وه، چې نه يې بشپړ تخنيکي ځواک لارۀ او نه د پرسونل له خوا پوره وې. لدې کبله کندهار هغه “جايزه” وه چې تنظيمونو يې د هغې د ترلاسه کولو او کابل يې د ساتلو هڅه کوله. داسې ګونګوسي وو چې د افغانانو پر ضد “.. جګړه کې د پنجابي پوځ برخه ترپخوا بربنډه شوې وه..” د” نشنل عوامي پارټي” يو مشر، محمد بلور، وايي چې د پاکستان پوځ “.. پلان لارۀ په افغانستان تيرى وکړي. د مجاهدينو په جامه کې به دا پوځ کندهار او جلال اباد ونيسي او له هغۀ ځايه به په کابل يرغل وکړي..” دنوموړي دا خبره رښتيا وۀ. پنجابي راجه- جرنيلانو د کندهار او جلال اباد د نيولو هڅه وکړه خو ناکام شول.
د پرنګي او جرنيلي پاکستان لپاره:
• د دې تاريخي پړاو جګړه ډېره ارزانه وه. د يوه موټي ناوليو ډالرو په بدل کې يې د مليونونو افغانانو وينې وبهولې- هغه افغانان چې مجبور وو د نړۍ د يوه بل وحشي ځواک، روسانو، په مقابل کې د خپلې خاورې، دين او ناموس د دفاع او ژغورلو لپاره خپلو وينو ورکولو ته چمتو وو. هغه ځواک چې تاريخ او اسنادو ثابته کړه چې پرنګي او امريکا ورڅخه د “.. ويتنام د بدل اخستلو لپاره..” په افغانستان کې ښکېل کړ. له ريګن څخه د مخه “.. د امريکا د جمهور رئيس، جيمي کارټر، د امنيت شورا سلاکار، زبيګنيو بريژنسکي، په وينا، موخه دا وه چې – په پيل کې د پټو عملياتو د پر لار اچولو له لارې روسان پر افغانستان يرغل ته مجبور- او بيا يې په افغان تلکه کې بند کړي.”
• په ١٩٩٢ کال يې له روسانو سره د معاملې په پايله کې د بُرهان الدين ربانى پر مشرۍ پر افغانانو ستمي ليوان ورخوشې کړل؛ د پنجابي راجه- جرنيل ضيا، او اختر عبدالرحمن د “کابل بايد وسوځي” ارمان يې عملي کړ؛ نواز شريف ځان د کابل فاتح وباله؛ کابل يې پر اور واړاوه؛ په لسګونو زره کسان يې ووژل؛ افغان “سل کلن اردو” يې تار- مار کړ؛ “کباړ” يې د ميا صاحب د کارخانو خوراک شو؛ د بوتهو پلار ته يې د پيغور په توګه ور په ياد کړل چې “تُم ډاکه ديا، ام کابل ليا”؛ د بنګله دېش کسات يې له افغانانو اخست.
• په ١٩٧١ کال کې پنجابي پوځ د هغې زمانې د ختيځ اسلامي پاکستان، د “.. يوه تر درۍ مليونه پورې بنګاليان..” وژلي وو. هايم بريشيت؛ سټووارت هوډ؛ او ليتزا جانز د “هالوکاست” تر نامه لاندې کتاب کې، د پاکستان پوځ په توکموژنه تورنوي او د نازي المان او کمبوديا د خُميروژ له رژيم سره يې يوځاى د تُکموژنې “جينوسايډ” په جرم د محاکمې وړ بولي. هغوى د “جينوسايډ” د پېژندنې په اړه د ملګرو ملتو د کنوانسيون يادونه کوي او د توکموژنې يو څو بېلګې يادوي، ليکي: “په ١٩٤٨ کې د ملګرو ملتو کنوانسيون د جينوسايډ جرم د داسې يوه ((عمل تر سره کولو ته وايي چې په ترڅ کې يې د يوه ملت، ايتنيکي ډلې، مذهبي او توکميزې ډلې د بشپړ يا يوې برخې پر نابودولو لاس پورې شي… په معاصره زمانه کې هم د توکموژنې ډېرې بېلګې لرو … په ١٩٧٢ کال کې د پاکستان پوځ په ډلييزه توګه د يو تر درۍ مليونه بنګاليان ووژل… په ١٩٧٥ تر ١٩٧٩ پورې په کمبوديا کې تر دوه مليون تنو پورې د خُميروژ پر لاس وژل شوي وو..”
• اُسامه بن لادن يې په غېږ کې ونيو؛ د هغه او ګڼ شمېر نورو “د نړۍ له هر ګوټ څخه د راټولو کړو ترهګرو، غلو، داړه مارانو او سړي ژونکو” په مرسته يې د کشمير د “فتح” کولو پر لور پر کارګيل يرغل وکړ؛ او په شخصي توګه بن لادن [د نواز شريف په “غوښتنه”، نواز شريف د السعود فاسدې ټولواکې کورنۍ ته وروپېژندل شو او د لا نورو سترو نعمتونو ورونه يې پر مخ پرانېزل شول.
• له ١٩٩٧ تر ٢٠٠٠ کال پورې يې په لسګونو زره پښتانه ووژل؛ د شمال دښتې يې پرې ډکې کړې؛ کورونه، ژوند او مالونه يې تباه، او له خپلو مېنو څخه يې په کډه کړل.
• د ٢٠٠١ کال د اکتوبر پر ٧ نېټه پر افغانستان د يرغل په ليکه کې د توني بلېير او جيورج ډبليو بوش “د صليبي جګړې” په چوپړ کې ودرېدل. په سلګونو افغانان يې د “ډيرو ډالرو” په بدل کې، چې راجه- جرنيل مشرف د خپل کتاب په اوږدو کې پرې وياړي، ګوانتانامو ته واستول.
• او دا اوس اوس، د افغان شهيدانو په وينو او اوښکو کې ډوبېدونکي پنجابي پوځ او بيروکراسۍ، چې په غوږونو کې يې د غلامۍ د کړيو پر وربيا نوي کولو وياړي او د “ستراتيژيک پارتنرشيپ” سندرې وايي، وروستۍ هڅه روانه کړې چې، په پياوړي احتمال د پرنګي او امريکا په هدايت، له افغانستان څخه د ناتو د ځواکونو د وتلو مخنيوى وکړي. له کومه لوري چې د افغانانو ترمنځ د سولې او خبرو تکل وشي، هغه په نُطفه کې شنډې کړي. په دې وروستيو کې د طالبانو د يوه شمېر داسې کسانو نيول او پر امريکا بيا پلورل يې بله تکراري بېلګه ده.
نو په کار ده چې هغه يو شمېر پلورل شوې کړۍ، “ډالر- پوهان او ډالر- استازي”، چې په هزيان ويلو لاس پورې کوي، اوله غليم څخه د افغان ملت د ازادۍ هيله لري، د “ډيورند لاين” خبرې بېوخته بلي او د ((خپلو دوستانو برتانيا او امريکا او ورسره لږ څه د روسانو په مرسته به، ايران او هند له افغانستان څخه)) د شړلو نارې پورته کوي بايد افغانانو ته د خپلې بې ايمانۍ په خچنه هنداره کې ونه ګوري او د سلګونو کلونو دسيسو قرباني شوى ملت دې له شا نه په چاړه نه وهئ. هغوى چې د هرڅه او هرچا په چوپړ کې وي، وي دې، خو بايد پدې پوه شي چې احمدشاه ابدالي جرګه به هېڅکله او پر هيڅ بيه – پر پاک رب پر توکُل – د خپل ګرد اويا مليوني افغان ملت له څنګه، چې د خپلې ازادۍ او په خپلو پلرنيو خاورو د درېدو تصميم يې نيولى دى، لرې نه شي.
د دې هوډ مخه هېڅ فرعون هم نه شي نيولى.
ان شا الله تعالى
يا ربه توفيق!
سپى دُرمه چيچي د غشي پړانګ حمله په تير انداز کا!
“پر افغانستان سور بيرغ”، تامس هامند، ١٥٨ مخ .
Henry S Bradsher, ‘Afghanistan and the Soviet Union’, p198 (*) F-16
“… When the Soviets invaded Afghanistan in December, 1979, Zia had immediately sent for his Director-General of ISI, General Akhtar… The President told his Director-General to give him two years in which to consolidate his position in Pakistan and internationally… [And for this] The water in Afghanistan must boil at the right temperature…”, Mohammad Yousaf and Mark Adkin, “The Bear Trap”, pp20-25-26
“…I was dumbfounded. Pakistan, I said, had pressed me for a whole year to persuade the Soviets to drop the link between the withdrawal of troops and the formation of a new government. Soviet arguments in support of such a linkage had been dismissed and laughed at as meaningless and unjustified. Zia and Yaqub assured me a hundred times that Pakistan would be ready to sign with any body, but Karmal – even with his brother or with a clone. Islamabad, like Washington, had consistently maintained that once a withdrawal was agreed upon all other matters would “fall into place.” In Moscow the Soviets had promised to consider a withdrawal time frame for less than a year. What should I tell them? That the withdrawal was no longer needed…”, Diego Cordovez-Selig S Harrison, ‘Out of Afghanistan’, p326
“…despite the fact that the alliance ‘chairman of seven’ was not prepared to share power with Kabul, Diego Cordovez, however, disclosed that in discussion with him ‘both had moved at the same direction concerning a number of important points…” (*) Neutralise (* ) نيوتراليزه کول يانې بيواکه کول
“…the formation of a coalition government in Afghanistan ‘could be used as a provocative measure to frustrate the talks hoping Kabul might withdraw from Geneva…’
‘The goal, according to Carter’s national security advisor, Zbigniew Brzezinski, was “to draw the Russians in to the Afghan trap,” initially by secret operations that would induce them to invade Afghanistan.’, Noam Chomsky, ‘America’s Quest for Global Domination’, 2003 – p. 110
‘The United Nations Convention of 1948 defines the crime of genocide as “acts committed to destroy in whole or in part a national, ethnical, racial or religious group as such.” … In modern times there have been numerous genocides… 1972 between 1 and 3 million Bengalis massacred by the Pakistan army… 1975-1979 up to 2 million Cambodians murdered by the Khmer Rouge in Kampuchea…’, ‘The Holocaust’, Haim Bresheeth, Stuart Hood and Litza Jansz, Icon Books, 1994, ISBN 1 874166 16 1, pp 4-5