چارواکي وايي د کندوز ولايت نننى ځانمرګي بريد نهه تنه ټپيان کړي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو له وزارت څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه بريد نن سهار د کندوز په چاردرې ولسوالي کي د ملي پوځ يوې پوستې ته نيژدې سوې ده.
د خبرپاڼي له مخي په پېښه کي پنځه پوځيان او څلور ملکي کسان ټپيان سوي دي.
د آزادۍ راډيو وايي طالبانو د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستئ، خو جزيات يې نه دي ورکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه