د افغانستان د لويي څارنوالۍ يوه لوړ پوړي مقام د نوم نه ښودلو په شرط د بي بي سي پښتو څانګي ته ويلي چي ښايي د پارلماني انتخاباتو وروستۍ پايلي د پراخو درغليو د شواهدو پر اساس بې اعتباره وبلل سي.
د لويي څارنوالۍ دې چارواکي ويلي چي په تيرو ټاکنو کي خورا ډېري درغلۍ سوي وې، ځيني ناکامان د پيسو او واسطو په خاطر کاميابه سوي او بريالي وکيلان بيا ناکامه سوي دي.
د لويي څارنوالۍ دې مقام ويلي چي د انتخاباتو په هکله يې خپلي څېړني بشپړي کړي او ستري محکمې ته به يې ولېږي، چي ممکن ستره محکمه په هغو سيمو کي چي د درغليو نيوکه پکښي کېږي او يا په يوه او بله پلمه انتخابات نه وو پکښي ترسره سوي، د بل ځل انتخاباتو حکم وکړي او اوسني نتايج تر هغه وخته وځنډوي.
بلي خوا ته د انتخاباتو د شکايتونو کمېسون چارواکوويلي چي د شکايتونو څېړل او د انتخاباتو د پايلو منل يا نه منل د لويي څارنوالۍ وظيفه نه، بلکي د انتخاباتو د خپلواک کمېسون دنده ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه