کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر د ګازو د نل ليکي تړون لاسليکوي

افغان ولسمشر د ګازو د نل ليکي تړون لاسليکوي

ټاکل سوې ده چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى سبا د جمعې په ورځ ګاونډي هيواد ترکمنستان ته ولاړ سي، چي له دغه هيواد سره د افغانستان له لاري هند ته د ګازو د نل ليکي تړون لاسليک کړي.
راپورونه وايي دغه نل ليکه به د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ولسمشران او د هندوستان د صدراعظم له خوا لاسليک سي.
ولسمشر کرزي پرون په کابل کي خبريالانو ته وويل چي ترکمنستان ته يې د سفر يوازنۍ موخه له دغه هيواد څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته د ګازو د نل ليکي د تړون لاسليکول دي.
د افغانستان د کانونو وزير عنايت الله شهراني پرون لا د ترکمنستان هيواد ته تللى چي د تړون د امضاءکولو دپاره له ترکمن چارواکو سره شرايط اماده کړي.
ولسمشر کرزي وويل هيله لري چي دغه تړون لاسليک او د نل ليکي د غځولو چاري ژر پيل سي.
له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لاري هندوستان ته د ګازو د نل ليکي غځولو پروژه له ١٩٩٨ کال راهيسي په پام کي نيول سوې ده، خو تر اوسه يې ابتدايي چاري هم نه دي پيل سوي.
څېړونکي وايي د دې نل ليکي غځولو ته د اېران او پاکستان د هيوادونو له خوا مشکلات جوړېږي چي اېران غواړي د خپل هيواد له لاري يې وغځوي.
د اقتصادي چارو پوهان وايي که له افغانستان څخه د ګازو د نل ليکي د تېرېدو پروژه عملي سي، په زرونو افغانانو ته به د کار کولو زمينه مساعده سي، حکومتي بوديجې ته به هر کال ٤٠٠ ميليونه ډالره ګټه راځي او همدا راز به د هغو سيمو اوسېدونکو ته د ګازو اسانتيا برابره چي په سيمو کي نل ليکه تيرېږي.