کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ويکي ليکس د مشر لپاره ستونزې

د ويکي ليکس د مشر لپاره ستونزې

د نړۍ قانوني ادارې پدې لټه کې دي چې په قانون کې داسې لار پيدا کړې چې د ويکي ليکس مشر يو ځل د تور تمبو شا ته ورټېل وهي. دا خبرې د امريکا لوي څارنوال هم کړي چې دوۍ پدې لټه کې دي چې داسې يوه قانوني ماده پيدا شي چې اسنج ونيول شي.  بل اړخ د سويډن حکومت د اسنج څخه د رسنيو له لارې غوښتي دي چې په ۲۴ ساعتونو کې ځان پوليسو ته وسپاري او په سويډن کې د خپل تور په وړاندې د ځان څخه دفاع وکړي. دا دواړه خبرې په داسې حال کې کيږې چې سويس د اسنج د پيسو بانکي حساب ورتړلي دی چې پدې کار سره به ويکي ليکس ته ډېر زيات تاوان ورسيږې او دوۍ به ونشي کولي چې هغه درې ميليونه لاسوندونه خپاره کړي، چې اوس يې په واک کې دي. د سويس دولت وروسته له هغې د اسنج بانکي حساب پيدا کړ چې اسنج نوموړی بانکي حساب په بدل نوم او ادرس جوړ کړی وو او د سويس حکومت ځانته دا اجازه ورکړه چې نوموړی حساب وتړي. چې دا حساب تړل د ويکي ليکس لپاره د ژوند او مرګ پرېکړه وه.


د سويډن ازاد سياسي څېړونکي د سويډن له خوا د هغه نيول د امريکا په اشاره بولې او دليل يې دا راوړي چې ولې د هغه نيول پداسې مهال کې په دومره يوه کوچنۍ پېښه کې جدي شو. او څېړونکې دا هم زياتوي چې د دنيولو خبرې وروسته له هغه زور واخيسته چې نوموړي يو لړ زيآت لاسوندونه خپاره کړل.


بل خوا داسې اوازې دي چې اسنج په سويل ختيځ لندن کې اوسي چې پوليسو يې ځای ځايګې مالوم کړی دی او د اړتيا پرمهال به يې ونيسي.


د ويکي ليکس وياند کريسټين هارفنسون رسنيوته ويلې دي چې امريکا او د هغه ملګرو په بېلا بېلو لار باندې  په اسنج فشار راوړی او ژوند يې پرې تريخ کړی دی تر څو اړ شي او د لاسوندونو د خپراوي څخه تېر شي.


دا چې د نوموړې په اړه د انټرپول پوليسو اداره تپ او تلاش کوي چې نوموړي ونيسي او د نوموړې د نيولو لپاره يې سيمه ايزه پوليسو ادارو ته هم خبر ورکړی دی. دا ټول هغه څه دې چې نوموړي ژوند يې ورتنګ کړی دی.


خو د اسنج مدافع وکيل مارک سټيفن وايې چې هغه به تر خپل وسه د اسنج څخه دفاع وکړي.


امريکا وروسته له هغې زياته وقهرېده چې ويکي ليکس د هغه ځايونه نومونه خپاره کړل چې امريکا ته يې سياسي او جنګي ارزښت درلوده. د اسنج وکيل د دغه تاسيساتو د نومونو د خپرولو په اړه وايي  د امريکا لپاره د ستراتيژيک ارزښت لرونکو تاسيساتو په برسېره کولو سره به د هغو کسانو تله درنه شي چې ويکي ليکس خطرناکه اداره بولي: ”زما په فکر داسې يو شى شونى دى، خو فکر کوم دا خبره هم دهېرېدو نده چې امريکاييانو خطا نښه نيولې ده.


زما هدف دادى چې دوۍ هاغه د چا خبره د استازي په وژلو پسې مټې رانغښتې دي.


خو دلته د استازي څه گناه ده! موږ دلته د هغو ځينو دولتي څېرو د رسوا کېدو شاهد يو، او دا يوازې امريکايان نه دي نور هم شته،  چې خپلو رايه ورکوونکو ته مخامخ يو څه وايي او چې هغوى ته يې شا شي، بيا بيخي نور څه کوي.”


دا خبره د جولاۍ په مياشت کې اسنج رسنيو ته هم کړې وه چې زه غواړم د هغه کسانو څېرې رسوا کړم چې د خلکو د تېر ايستلو او غولولو لپاره يې مټې رانغښتي دي او لګيا دې د خلکو په ژوند سوداګري کوي. نوموړې په سويډن کې د سويډن دولتي تلويزيون سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې زما موخه داده چې خلکو ته د يوې ريشتنې نړۍ انځور وړاندې کړم ترڅو خلک پدې پوه شي چې د دوۍ چارواکي څومره مفسد خلک دي.


دلندن چارواکې هم پدې ويره کې چې ويکي ليکس د هغه ويبپاڼو نومونه خپاره کړي چې ددې خطر شته چې هغه ويبپاڼې د تروريستي حملو لاندې راشي. د همدغه کار د مخنيوي لپاره د لندن چارواکو  خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي د کامېرون د ملي امنيت مشاور پيټر ريکيټ ته دنده ورکړل شوي ده چې د انګلستان د حکومت د ټولو دولتي ويبپاڼو امنيت له سره وڅاري.


دا ټول هغه څه دې چې نړۍ په يو خوله په پټه ډول پدې سلا دې چې اسنج باندې د ژوند ګردۍ راتنګ کړي ترڅو يې د اړستون ( زندان ) تورو تمبو ته اړ کړي، او ددې کار لپاره دا مهال د سويډن حوکمت ستر رول لوبولی شي. ځکه امريکا غواړي چې د اسنج نيول د سويډن د چارواکو په لاس تر سره کړي تر څو يو ځل بيا په نړيواله کچه ځان د دغه غوايمنډ څخه پاک وباسي هم خپل دشمن مړ کړي او هم ځان سپين باز وښايي. زياتره شنونکې د ويکي ليکس د بنسټ ايښودونکې د پټ او مرموز مرګ وړاندويينه کوي. او پخپله اسنج هم موده د مخه په يوه مرکه کې منلې وه. چې نوموړی به د امريکا او يا د بل هېواد د استخباراتو له خوا ووژل شي.


يادونه: پدې ليکنه کې زما د شخصي ياداشتونو سربېره د بي بي سي پښتو سرويس، ډي اين سويډني ورځپاڼې، سويډنې ټلويزيون ايس وي ټې او ټيلګراف ورځپاڼې د موادو څخه هم کار اخيستل شوي دی.