د زابل سرحدي پوليسو وایی دیوی نښتی په ترڅ کی یې ۷ وسلوال طالبان وژلی دي.
په سهیلې حوزه کی د دريم سرحدي لوا درستيزال جنرال عبدالرازق وايي چي تيره شپه د زابل ولايت د شمولزو ولسوالۍ په سيمه کي وسلوالو طالبانو د سرحدي پوليسو پر یوه پوسته بريد وکړ چي وروسته نښته رامنځته سوه .
درازق په وینا چی نښته پر شاوخوا نهو بجو پيل او شپږ ساعته یې دوام وکړ .
جنرال رازق وایی چي دیادی جګړی په ترڅ کي اووه تنه وسلوال مخالفين ووژل سوهو چي مړی يي هم د جګړي په سیمه کی پاتي سوي خو نوموړی و ایی چی سرحدي پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتې .
خو دوسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی بیا وایی چی په یاده نښته کی یې په لسګونو سرحدی پولیس وژلی او تر لسونه ډیر پوڅی ګاډی یی له منځه وړی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه