وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې يې د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه راغورځولې،خو په ختيز کې د ایساف مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د دوی يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده. د طالب ویاند ذبيح الله مجاهد په خبره چې په چورلکه کې ۱۷ بهرني پوځیان يې وژلي،خو ایساف زیاتوي چې سرتېرو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه