تر مخ له دېنه چي اصلي مقصد ته راسم یو څو وړاندنۍ خبري وړاندي کم:
د ټول نړۍ په ادبیاتو کي دا دود دی؛ که څوک مقاله، رساله یا کتاب لیکي، د اخځونو څخه نقل قول کوي؛ دغسي باید و لیکل سي، چي په هغې منبع کي لیکل سوي وي. که چیري په دغه منبع کي د ادبیاتو تخنیکي نیمګړ تیا هم وي د هغې نیمګړتیا سره دي په کږکي(قوس) کښې دي ولیکي؛ یاني تخنيکي ناسم تیاوي دي نه سمه وي.
د دغسي تخنیکي ناسمتیا لا هم د نور په ادبیاتو کي لاس وهنه بولي. چي دغه کړنه د ادبیاتو د کړنلاري څخه سرغړونه بولي. په کره ادبیاتو کي یو نه بخښونکی کار دی. ځیني خلک په ځينو کتابونو کي او ځینو شعرونوکي د شاعرانو لاس وهنه کوي اود هغه شاعر په نامه یا یې شعرونه ور ډېره وي او یا یې ځني لږه وي.
دا هغه کسان دي، چي یو ځانګړې موخه لري، غواړي، چي له دغي لاري څخه شاعر په یوه ګروپ یا مذهب پوري وتړي او یايي نوم ور بد کړي. نو له دې کبله ادیبان، لیکپوهان، ژورنالیستان او مؤریخین ودغسي کار ته ډېر ځیر دي، چي خدای (ج) مکړه هغه لیکوالان،ادیبان، شاعران،ژورنالستان او مورخین،چي زموږ څخه تللي او په موږ کي نسته د هغو ادبیات، لیکني او شعرونه هغسي پاته سي لکه دوی چي په خپل مهال کي لیکلي او غوښتل یې .
اوس راځم آریزي خبري ته:
دخواجه شمس الدین محمد«حافظ» علیه رحمه په اشعارو کي ډېره لاس وهنه کيږي. دا ځکه وایم،چي زماڅخه د حافظ علیه رحمه کلیات سته،چي دویم چاپ د۱۳۶۳ دی په دغه کلیات کي شعرونه او په هغه کتاب کي چي ما ته مي پلار خدای (ج) د ي ارواح ښاد لري، چي حافظ شناس اوسعدي شناس وو لوست راکړی او له هغه مهاله مي ځیني شعرونه د خواجه حافظ په سرکي سته او د دغه کلیات سره یې چي پرتله کوم توپير لري. یوه دا خبره ده اوبل دا چي ځیني اهل تشیع دا وایي،چي حافظ شیعه مذهبه وو او زیار باسي،چي د ده داشعارو له مخه دا ثابته کړي،چي دی شیعه وو. نو ځیني شعرونه ځني باسي او ځیني بیا ورډېره وي.
او دا هم وایي،چي دحافظ کتاب لومړی ځل و اهل سنت ته په لاس ورغلی او ډېر اشعار یې چي دلالت د ده پر شیعه توب کاوه ځیني ایستلي دي دغه کلیات (۶۲) مخ . او اهل تسنن بیا وایي،چي خواجه حافظ سني وو او دلیل هم داراوړي، چي حافظ علیه رحمه د سني باچاهانو په دربار کي شپې او ورځي سبا کړي د دغه کلیات (۱۱۹) مخ او د ده دغه اشعار چي اوس موجود دی د سنیانو له لیدڅخه د شیعه ګانو شی نه پکښې څرګندیږي؛ نو له دې نظره حافظ سني وو. دغه لاملونه متاصفانه سته چي د حافظ په کتاب کي په ناروا توګه لاس وهل کېږي او شعرونه ځیني حذفه وي یا یې پر ډېره وي. خو په رښت سره خواجه حافظ علیه رحمه سني مذهبه تېر سوی دی.
دحافظ شعر چي ما پخوا لوستي اوس مي پیاد دی؛ هغه لاندي وګورۍ!
زان سرزنش که ترا دوست کر دحافظا
مګر بیش از ګلیم خویش پاکشیده ای
په دغه کلیات کي دغه شعر:
زان سرزنش که کرد ترا دوست حافظا
بیش ازګلیم خویش مګر پا کشیده ای
زما پخوانی د حافظ لوستی شعر:
حضوری ګر همی خواهی ازو غایب مشو حافظ
متی ما تلق من تهوی دع الدنیاو مهملها
په کلیات دغه شعر:
حضوری کر همی خواهی ازو غایب مشو حافظ
متی ما تلق من تهوی دع الدنیا واهملها
یو بل بیت د حافظ دی، چي په غززلو کي یې قافیه «باشد» ده دغه بیت بیا بېخي نسته. لااندي بیت:
خاکساران جهان را به حقارت منګر
تو چی دانی که درین ګرد سواری باشد
هغه دحافظ شعر چي ماپخوالوستی دی:
می دوساله و محبوبی چارده
مرا بسست همین صحبت صغیرو کبیر
په کلیات کي:
می دوساله ومحبوب جارده ساله
مرا بسست همین صحبت صغیرو کبیر
هغه دحافظ شعر چي ما پخوا لوستی:
فلک به مردم نادان دهد زمام وصال
تو اهل دانشو فضلی همین ګناهت بس
په کلیات کي:
فلک به مردم نادان دهد زمام مراد
تو اهل فضلی ودانشی همین ګناهت بس
په دغه کلیات کي د (ص) د ردیف غزل ګردسره نسته ما چي په پخواني کتاب
د (ص) د ردیف غزل لوستلی وو خو اوس مي یو بیت را پیاد دی،چي لاندي یې ګورۍ:
محتسب خم شیکست و بنده سرش
منه بحثا والجروح قصاص
دغه څو بېلګي د اثبات لپاره دلته وښوول سوه،چي خلک د ځینو شاعرانو په اشعارو کي لاس وهنه کوي؛ دا ځکه،چي دوی یو خاصه موخه لري که څه هم دا کار د ادبیاتو د کړنلاري له مخه ډېر یو ناسم کار دی؛ خو هغه څوک چي دغه کار کوي هم په پوهیږيي،چي سم کار نه دی خو بیا یې هم کوي.
دغسي لاس وهنه د بل ادیب په ادبیاتو کي لویه ګناه ده.
خدای (ج) دي موږ ته له دغسي کاره امان راکي.