کور / تازه خبرونه / د بلوچستان پر اعلى وزير ځانمرګې حمله سوې ده

د بلوچستان پر اعلى وزير ځانمرګې حمله سوې ده

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د يوه ځانمرګي بريد له امله پوليس او ملکي کسان ژوبل سوي دي.
د کوټي پوليس د بريد کوونکي موخه د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم رئيساني وو، خو نوموړي ته کوم زيان نه دئ اوښتئ چي پنځه ساتونکي يې ټپيان کړي دي.
عيني شاهدان وايي اسلم رئيساني د بلوچستان د پارلمان غونډي ته روان وو، چي د زرغون روډ او سرياب روډ ترمنځ کورته نيژدې حمله پر سوې ده.
پوليس وايي په حمله کي يوازي بريد کوونکى باندي وژل سوئ او د پنځو پوليسو په ګډون يې لس کسان ټپيان کړي دي.
اسلم رئيساني په خټه بلوڅ او د پاکستان د اوسني واکمن ګوند پيپلز ګوند غړى دئ، چي ملتپال بلوڅان يې په مقابل کي ولاړ دي، چي د نوموړي په وينا ښايي دغه بريد هم د هغوى له خوا څخه پر سوئ وي، خو بلي خوا ته د لشکرجنګوي په نوم يوې وسله والي ډلي پر نوموړي باندي د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.