دزړه د بهــــــار ګل مې ټــــوكېـــدلى غونــــــدې دى ګلــــــزار مې دخيـــــــالونو رژېـــدلى غونـــــدې دى
شاهــد دداسې وخت يم چې مې لب د يـــار پر لب وو زړګى د غمــــــاز څو ځـــله چـــاودلى غونــــدې دى
د عشق پـــه جوارۍ كې ما پر دَو اېښى خپل ســر دى موزي مې پـــــه هر ځـــای كې شرمولى غونـدې دى
مدهوش يم، مست، خمار يم نه په حال او نه په قال يم پـــه ســــــر مې جــــام د مينې اړ ولى غونــــدې دى
شــه تېر له عاشقۍ نـــه پكښې رنځ وي او دردونــــــه د خلــــــكو غم وي يو پـر مـــا ئې كلى غونــــدې دى
دا شپــــــه د تروږمي شوه او كــــه بــــله ننــــداره ده كه سپين مخ د ليـــــلا زلفـــو كې غلى غونـــــدې دى
كوهى دى ګــــړنګونـــه، پوه پـــه لارد يــــارانــــه يم رقيب مې له فــراق ســـره ملګــــرى غونـــــدې دى
زمـــا د قسمت لاره كـــرغېـــــړنــه غونــــــدې نه وه هغــــــه هم نن حـــــالاتو لمــــــسولى غونــــــدې دى
پـــــه شنـــــډو ئې خنــــدا پخوانۍ نه راځي نظر تــــه پــــه خيــــال مې چې آشنا چـــا غولولى غوندې دى
“همتـــه” لاس ترې تاو كړه چې لمن د يار پرې نږدې بېـــلتون دې دروازې تـــه رسيــــــدلى غونــــــدې دى