په لزبون کې د ناتو د پیمان په ناسته کې بنسټیزه پریکړه دا شوې ده چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه په افغانستان کې افغاني ځواکونو ته د هیواد امنیتي چارې په بشپړه توګه وسپارل شي ، د دې پریکړې اړوند سیاسی کتونکو اوڅیړنیزو مرکزونو ډول ډول لیدلوري په ډاګه کړی دي ، چې پورتنی سرلیک هم د دې نوې ستراتیژۍ اړوند د ((نړیوالو بحرانونو د ټولنې )) د یوه راپور سرلیک دی .
ډیر کتونکي په دې باور دی چې په دې پریکړه کې د ناتو د ځواکونو شکست او ماتې نغښتې ده ، خو تر وتولو وړاندې توطیئه دا ده چې افغانان په خپل منځي جګړه کې ښکیل کړي ، څرنګه چې د تیرې پیړۍ په نهمه لسیزه کې ښکیل وو ، ځکه چې د بهرني ځواکونو په وتلو سره به هغه حکومت چې د بهرنيو ځواکونو پر مټو یوازې په لویو ښارونو کې حکومتداري کوي ، له واقعي ستونزو سره مخ شي ، هغه حکومت چې ونه توانید چې د نهو کالونو په اوږدو کې د ولس سره اړیکې ټینګې کړي ، او دولس غوښتنې پرځای کړي ، به دسختدریځو ډلو تریرغل لاندي ونړیږي . که چیرې یوځل بیا په افغانستان کې د حکومت واګې هغه ډلې په لاس کې اخلي چې د ناتو ځواکونو د امریکا په مشرۍ د هغه د نابودولو لپاره افغانستان ته راغلي وو ، دا به د لویدیځ ځواکونو ته یو لړزونکی شکست وي ، د لویدیځ پرسیاسی نظام د دغه شکست د ناوړه اغیزې د مخنوی لپاره د ناتو ځواکونو د امریکا په مشرۍ هڅه کوي چې تر ۲۰۱۴ م کال پورې د حکومت نظامی قوت دومره پیاوړی کړې ، چې و کولای شی د هغو سختدریځه ډلو په وړاندې تر یوې داسې مودې مقاومت وکولای شي چې دوی ئې په دوران کې له افغانستان نه پرته له ښکاره شکست او ماتې څخه ووځي .
دا چې امریکا افغانستان ته جنګي ټانګونه راوړي او ځیني اورپایی هیوادونه سپکه وسله د افغانستان حکومتي ځواک ته ورکوی ، دا ټول په لزبون کې د نوې سترتیژي یوه برخه ده ، تر څو په افغانستان کې د دوو متضادو ډلو تر منځ نظامی تعادل او توازن رامنځ ته کړي ، چې یوه ډله هم په لنډ مهال کې د پریکنده بری جوګه نه وي ، او جګړه ایز حالت په افغانستان کې ادامه پیدا کړي ، د دې تر څنګ د دولت پر ضدد مقاومت د ډلو په وړاندې د کابل د حکومت تر شا د ایران هند او روسیې مثلث هم ودروي ، چې د حکومت څخه حمایت وکړي . تر څو د افغانستان واکمنۍ ته هغه سختدریځه یا بنسټپاله ډلې راونه ګرځي ، هغه چې دوی ئې نابودۍ ته راغلی وو .
که څه هم د دغه ستراتیژۍ سره چې د ناتو ډیر هیوادونه موافق دی ، امریکا ورسره په بشپړه توګه موافقه نه ښکاري ، او نه غواړې چې د دغې ماتې په پایله کې یو ځل بیا د دوی زوړ رقیب او سیال روسیه اوپه اقتصادی ډګر کې نوی سیال چین افغانستان ته راوګرځي او د دوی اقتصادی او ستراتیژي مصلحتونه په دې سیمه کې وګواښي . خو هغه څه چې په لزبون کې د ناتو د پیمان د ناستې د پریکړووپه هکله جوته ده هغه دا ده چې په دې پریکړه کې په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو ماتې نغښتې ده ، او دنړیوالو څیړنیزو مرکزونو راپورونه په دې دلالت کوي ، چې دا لاندې راپور هم دا لیدلوری تایدوي :
د((نړیوال بحرانونو ټولنه)) په خپل یوه راپور کې په ډاګه کوي ، چې لویدیځوال په افغانستان کې بریالی نه شول ، اودکال ۲۰۱۴م په پای کې دافغانستان څخه دوتلو دټاکل شوي مهال ویش په پایله کې به افغانستان د داخلي جګړې سره لاس ګریوان شي .
دامریکا په مشری نړیوال اتلاف په افغانستان کې وروسته له نهو کلونو بریالی نه شو چې د طالبانو حرکت له منځه یوسي ، او د عاموخلکو تاید تر لاسه کړي ، او یو قوي او پياوړی حکومت او امنیتي ځواک رامنځ ته کړي .
دنړیوال بحرانونو ټولنه وایي :” ډیر لږ داسې نښې او عناصر لیدل کیږي ،چې په دې دلالت وکړی چې د ناتو او امریکا ځواکونو طالبان کمزوري کړي ، او واقعت دا دی چې طالبان تر نورو وختونو زیات قوی شوي او ډیر مرکزونه او ځالې لري او پاکستان ورنه حمایت کوي ” .
راپور زیاتوی چې د بیګاناه وګړو وژنه د۲۰۱۰ م کال په لومړۍ نیمه برخه کې یو په دریه لوړه شوی ده ، په لزبون کې د ناتو دناستې د پریکړې پر بنسټ د ناتو نوې ستراتیژي په دې تکیه کوي چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه باید د هیواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي .
راپور زیاتوي :
“په پولیسو کې تمه اوفساد خپور، او په رویه کې ډیر تند رو دي ، پوځ د څو قوی کسانو له خوا اداره کیږي ، افغاني ځواکونه ته په پوره توګه ټریننګ نه دی ورکړی شوی او له صفونو نه ئې عسکر تښتي ، او د طالبانو سره ډیره نا چیزه مقابله کوي “.
اوراپور په دې اند دی چې دې وتلو په هکله د ناتو ټاکل شوی مهال ویش په کال ۲۰۱۴م کې د افغانستان دکشالې حل نه دی .
دنړیوال بحرانونو ټولنه په خپل راپورکې زیاتوي : ” چې له بهرني مرستې نه پرته حکومت نړیږي ، او طالبان به دهیواد په ډیره برخه واکمن شي ، او داخلي ستونزې به یوځل بیا د خپلمنځۍ جګړو لامل شي ، څرنګه چې د تیرې پیړۍ په نهمه لسیزه کې شوې وې “، او زیاتوي : چې دسیاسی موسساتواو محلي ارګانونو دنوښت او پرختیا لپاره او همدا راز د یوه پیاوړي قضایی نظام دجوړولو لپاره ډیر کم زیار ایستل شوی دی ، او دا خالګاه نورو قوتونو ډکه کړې ده ، او دا ناکامي په اساسی ډول د امریکا پرلپسې ادارو ته متوجه کیږی .