کور / شعر / غزل

غزل

چې ماښام شي نو له بامه راښــــكاره شي
د سپوږمۍ غوندې ناپامه راښــــكاره شي
دلـته ټول زړونه دكــــــركې ځنې ډك دي
زوروه بې ســــلامه راښـــكاره شـــــي
ته بـه وايې د نــــړۍ واكـــــمنه داده
بې پروا وي ســر عـــامه راښـكاره شـــي
په ســـــاړه ژمي نويد د ســـپرلي راوړي
تك ســپين ګل چې له بادامه راښكاره شي
له مودو ورك ؤ فياض بيرته راستون شو
ګوندې څه يې لــــه كلامه راښـــكاره شي