نن سهارترلمرختومخته دزابل ولایت په مرکزکلات ښارکي د تلاشۍ ځنځیر ته څرمه د داؤد اساس د تیلو پمپ مخته د سړک د غاړي په یوه ولاړ موټر کي د پولیسو یورینجرموټر چي د سیمي څخه د تیریدو په حال کي وو، ټکر وکړ چي پولیسو ته يي مرګ ژوبله وراړولې ده.
پيښه دزابل دوالي ویاندمحمدجان رسولیارتائیدوي او وايي چي په پیښه کي دوه تنه پولیس وژل شوي اودوه نور ژوبل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چي ټپیان د زابل په ولایتي روغتون کي تر درملني لاندي دي چي روغتیايي حالات يي د ډاډ وړ ښودل شوی دى.
دیادولو وړده چي له تیرو پنځو ورځو راپدي خوادزابل څخه دکابل کندهارترمنځ لویه لاره باندي دا څلورمه ترافیکي پیښه ده چي پکي اووه شپیته ۶۷ تنو ته مرګ ژوبله وراوښتې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه