لراو بر ــ پښتونخوا
پاکستان پيپلز ګوند وايي چې پيپلز ګوند په بلوچستان کښې د حکومت جوړولو لپاره د اسمبلۍ د غړو حمايت تر لاسه کړى دۍ ، او پيپلز ګوند کولې شي چې په اسانۍ سره په بلوچستان کښې حکومت رامنځته کړي ، په اسلام آباد کښې د خبريالانو سره د خبرو اترو په ترڅ کښې د پيپلز ګوند مخکښ مير باز کيتران ووئيل چې پيپلز ګوند په بلوچستان کښې د خپلواک کانديدانو او جمعيت علماء اسلام سره په ګډه حکومت جوړوي ، او کېداې شي چې نواب اسلم رئيساني پارليماني مشر وټاکل شي.