کور / تازه خبرونه / طالبان وايي د ګردېز ځانوژونکى بريد زموږ يو ملګري کړى

طالبان وايي د ګردېز ځانوژونکى بريد زموږ يو ملګري کړى

د طالب جنګياليو په سايټ کي راغلي چي د پکتيکا ولايت په ګردېز ښار کي ننى بريد د دوى يو تن جنګيالي ترسره کړى . د خبر په حواله چي ياد بريد په ٢٠٣ نمبر قول اردو کي د بهرنيو او افغان ځواکونو په يوه جوړ سوي بازاز کي ترسره سو او په پايله کي يې ١٩ تنه بهرني عسکر ووژل سول او ١٣ نور ژوبل سول . په خبر راغلي چي دا بريد د يوه تن له لوري چي يوه اوونۍ مخکي د همدې مقصد دپاره د ملي اردو په ليکو کي درول سوى و ترسره سوى .
د يادوني وړ ده چي څه ګړى مخکي د ناټو ځواکونو له لوري په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي د دې بريد په پايله کي د دوو تنو بهرنيو عسکرو د وژل کېدو خبره سوې وه .