د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رياست لپاره د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره نن د کندهار والي له خوا کښېښودل سوه.
د کرهڼي او مالدارۍ رياست نوې وداني به په دوه پوړه کي د شل اطاقونو په درلودولو سره د ٩ مياشتو په اوږدو کي د ګرين يونائټيډ سوداګريز شرکت له خوا ورغول سي.
ددې ودانۍ پر جوړوني ټولټال ٦ ميليونه ٦ لکه افغانۍ لگښت راځي چي نړيوال بانک به يې د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکړي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ددې ودانۍ د بنسټ ډبري اېښودني پر مهال وويل لکه څنګه چي ټولو ته معلومه ده کندهار د هيواد په کچه يو له کرهڼيزو ولايتونو څخه دئ او ددې سيمي توليدات د نړۍ په کچه شهرت لري، خو دلته بيا هم يو شمېر ستونزي وې چي ددې سيمي د کرهڼيز پرمختګ مخه يې نيولې وه چي ددې نوي ودانۍ په جوړېدني سره به څه ناڅه د هغو ستونزو مخه ونيول سي .
د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رئېس انجينر احمد شاه روشن وويل چي دا دوه پوړيزه ودانۍ نسي کولاى ددوى ټولي اړتياوي پوره کړي ځکه دوى له دې څخه اضافه ١٥ نورو اطاقونو ته اړتيا لري خو په وينا چي د اوس لپاره به تر ډېره حده ددوى سته ستونزي ورسره هواري سي.
د کرهڼي او مالدارۍ رياست لپاره نوې ودانۍ د کندهار ښار شمال ختيځ پلوته د عينو ميني د نوي ښارګوټي پرمخامخ د کندهار ښاروالۍ په دوه جريبه مځکه کي جوړيږي.
د کرهڼي رئېس وايې چي د ميرويس ميني په سيمه کي مخکينۍ ودانۍ به ددې رياست د يوې فرعي څانګي په توګه پاته سي تر څو خلکو ته په ښه توګه خدمات وړاندي کړي.
کندهار ټولټال ١٧ ولسوالۍ لري چي زياته برخه اوسېدونکي يې په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي او د ډول ډول ميوو باغونه پکښي موجود دي خو انګور او انار يې د تجارت لپاره بهرنيو هيوادونو ته لېږل کيږي او په نړيواله کچه شهرت يې خپل کړى دئ.