د ښې حکومتدارۍ لپاره د سيمه ايز استخدام پروسه نن رسماً د کندهار په ارغنداؤ ولسوالۍ کي د څو تنو مامورينو څخه د ازمويني په اخستلو راپېل سوه.
دا پروسه په ارغنداؤ ولسوالۍ کي په داسي حال کي راپيل سوه چي د کندهار ولايت مقام اجرائيه رئېس ، د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د تعيناتو اجرائيه رئېس، د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د بشري سرچينو مشر ، د سکتوري وزارتونو د بشري سرچينو رئېسانو، د کندهار د ولايتي شورا مرستيال او د سکتوري رياستونو استازي حاضر وو.
د کندهار ولايت مقام اجرائيه رئېس حاجي محمد انس دادري اصلاحاتو د ادارې دغه ګام وستايه او دايې د ښې حکومت دارۍد چټک پرمختګ او ودي لپاره يو پر ځاى او مهم ګام وباله.
ارغنداؤ دکندهار ښار شمال لويديز لورته په اووه کيلو ميترۍ کي پرته کرهڼيزه ولسوالي ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه