د ترکېې ځواکونو د عراق په شمالي برخه کښې نهه اوويا کرد ياغيان وژلي دي ، د خبري سرچينو تر مخه د نښتو په ترڅ کښې کرد ياغيانو د دوه ويشت ترکيې سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده ، د ترکېې د پوځي چارواکو د وينا تر مخه سهار محال ال آدميه په سيمه کښې د کرد ياغيانو په وړاندې هوايي عمليات وشو او د ياغيانو پناه ځايونه له منځه يووړل شول ،په هوائي بمبار کښې نهه پنځوس کرد ياغيان ووژل شول او په يوه بله نښته کښې شل نور کردان وژل شوى دى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه