کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / غیر عاقلانه وړانديز – په تلوارپریکړه

غیر عاقلانه وړانديز – په تلوارپریکړه

برېښنایی رسنۍ خبرنشرته وسپاره چه دچاپیریال ساتني اداري دوزیرانوشورا ته وړاندیزوکړ چه دکابل د ښارچاپیریال دډیروموټرانو دچلند له وجي اودخرابواو بي کیفیتوتیلو استعمال له وجي  ډیرملوث سویدی ،همدارنګه د ښارپه هرسیمه کي دفضله موادو موجودیت دښاریانو ژوند ته لوی ګواښ متوجه کړی دی  . نو ددغو ستونزو دحل لپاره دچاپیریال ساتني اداره دوزیرانوشورا ته وړاندیز کوی چه دکابل په ښارکي دي رخصتي یوه بله ورځ هم زیاته سی چه ښاریان دچاپیریال دککړتیا څخه په امان وي  اوپه کورونو کي استراحت وکړي .اودوزیرانوشوراهم نوموړی وړاندیزومنی اودپنجشنبي ورځ یی په کابل ښارکي عمومي رخصتي اعلان کړه .


 هغه دخلکو خبره اوس نو راسه ګزپرکښیږده څومره نامعقوله اوبي ربطه پریکړه ،فارسي کي یومتل دی وايي چه (ده به کجا درختان به کجا)  یعني داسي کلی به ؤ چه وني دکلي څخه لیري په دښته کي وي یاپښتوکي وایی چه وهم دي چیري ډب دي چیري . دلته ستونزه او دهغه حل سرنه سره خوري  وګوری زموږدلوړو چارواکو منطق او نامعقول استدلال ته دعواملواوستونزو حل ته هیڅ پاملرنه نه کوی  دانه  وایی چه څومره موتران باید راواردسي ،او ایا دازاړه اومستعمل موتران  به موږ ترڅه وخته راواردوو ،اودموترانو شمیرنه یا نفوس کنترول کویانه ؟ ایا موږ دنورم اوستندرد اداره لرو چه بي کیفیته تیل وپیژني اوبیا وزارت تجارت دهغه دواردولو څخه مخنیوۍ وکړي ؟ ،موږبه داعوامل چه دککړتیا باعث ګرزي  يو په يو وڅیړو.


۱-دموترانودشمیرزیاتوالۍ:
 په ټولولويوښارونو کي داستونزه موجوده ده هره ورځ په سوو موتران راواریدیږي ،هغه هم مستعمل موتران چه ځواني یی په نورو هیوادونو کي تیره سوی ده اواوس چه زاړه سویدي ماشینان یی مبلین خوره سویدي اومبلین خوره ماشین ډیر دود راباسي او دچاپیریال دککړتیا باعث ګرزي دا ډول موتران  زموږ وطن ته راواردیږي اوبله خبره داده چه داموتران ډیرارزانه دي اوددي موترانو یوازنۍ بازار افغانستان دی .ځکه نورهیوادونه داډول ناقص موتران نه واردوي ،مثلا پاکستان اوایران هيڅ وخت مستعمل موتران نه واردوي ،اونه غواړي چه ددوی عوام دچابيریال دککړتیا ښکارسي ،یووخت دتهران ښار کي همداسي دچاپیریال ککړتیا رامنځ ته سوه ددوی حکومت دنورواقداماتو په څنګ کي دډیزلي موترانو ګښت او ګذاردتهران په ښارکي بندکړ. په ډیروهیوادونو کي دموترانو دچیک اوتفتیش تیمونه په لویو ښارونو کي ګرزي او دمخصوصو الاتو په واسطه دموترانو ماشینان چیک کوي که چیري دچاپیریال دککړتیا باعث ګرزي نوهغه دروي .


اوبل دموترانو دنفوسو کنترول دترانسپورت ،ګمرک اوترافیکو ادارو لخوا عملي کیږي ،اوهرکال معین تغداد موترانوته دچلند اجازه ورکوي، اودبلي خوا يي په لویوښارونو کي دبسونو زیادتعداد په کار اچولي دي چه په یوه وخت کي دلسو کوچنیو موترانو سپرلۍ په یوه بس کي انتقالوي ، اوبل اقدام چه یی کړی دی هغه دمیترو جوړول دي چه ترمځکي لاندی دترانسپورت وٍظیفه اجرا کوي .
زموږپه هیواد کي دموترانو شمیره کوم معین حدود نلري هرڅونه چه موتران راوړل کیږي ممانعت نه سته .



۲-بي کیفیته تیل :
۴۰کاله دمخه نفتي مواد دحکومت په انحصارکي وه او ډیرپاک نفتي مواد راوړل کیدل اوهمدارنګه دنورم اوستندرد اداره ډیره فعاله وه .اوس نفتي مواد دازاد بازار دلاري اوپه قاچاقي ډول راوړل کیږي اوهرڅوک دا کار کوي او دنورم او ستندرد اداره هم شاید فعاله وي خودنورو ادارو په ډول په فساد اخته وي .


۳-ترافیک اوترانسپورت : لوی اوبارداره موتران دلویو ښارونو په داخل کي ګښت اوګذارکوي او حتي دورځي په جریان کي دښار دمنځ اوګڼه ګوڼي ځایو څخه تیریږي ،لازمه خوداوه چه بای پاس سړکان دلویو ښارونو دباندي جوړسي چه هیڅ ضروروت پیدانه سي چه لوی موتران ښارونو ته ننوزي ،داستونزه هم په کندهار کي ډیره لویه ده ،اوبل ګدامونه او لوی سټاکونه باید دښارونو دباندي جوړسي .


۴- دنانووایانو او حمامونو کنترول :
اکثره نانوایاني دلرګو څخه کار اخلي او دشپي يي دودونه دچاپیریال دککړتیا سبب ګرزي ، په حمامونو کي دلرګو ،زړو ټیرو او ډیزلو دسوځلو څخه کاراخلي ،چه دډیري ککړتیا باعث ګرزي . وړي فابریکي او کارخاني په ښارونو کي فعالیت کوي چه دهغو دبندولو یا دښاره دباندي دانتقال په هکله مسؤلو ادارو هیڅ اقدام نه دی کړي


۵-دښارزرغونول:
دکرني وزارت اوښاروالۍ مسؤل اورګانونه دي چه دښارونو په زرغونولو کي باید لازم اجرات وکړي ،دکابل په ښار اونورو ښارونو کي دپارکونو په جوړولو اوزرغونولو کي هلي ځلي وکړي ،عوام دښارپه زرغونولو کي ډیرلوی رول لري ،متاسفانه زموږټولنه ډیرسهم نه اخلي ،ضرورت سته چه ټولنه وهڅول سي ترڅو دخپل کورخپل ماهول په زرغونولو کي برخه واخلي . په نورو هیوادونو کي دطبعي ځنګلونو په څنګ کي ښارونو ته نژدي مصنوعي ځنګلونه جوړوي او هره ونه نمره ګذاري کوي اودهغوښه حفاظت کوي .


۶-دفضله موادو اوکچري زیاتوالۍ:
دافغانستان په لویو ښارونو کي دښاروالیو لخوا دعنعنوي لاروچارو په ذریعه فضله مواد دښارونو څخه دباندي وړل کیږي ،چه په هیڅ ډول کفایت نه کوي ،زاړه افزار اوس هم استعمالیږي ،دعصري وسایلو څخه ډیره کمه ګټه اخیستل کیږي او دفضله جاتو دراټولولو یو مؤثرسیستم یا طریقه نه سته ،په نورو هیوادونو کي هرڅوک په تورو لویو کڅوړو کي دکورکچره دکوردباندي په معین ځای کي ایږدي اوبیا دمسولو کسانو لخوا وړل کیږي او کورونه ښاروالۍ ته په عوض کي ټکس ورکوي . متاسفانه زموږپه ښارونو کي داسي نه ده هوهرڅوک کچره دکوره راباسي اوهرځای چه یی واچوله ، اویوازي ښاروالي مسؤله بولي او ټولنه دخپل چاپیريال په ساتنه کي هيڅ دمسؤلیت احساس نه کوي . دبلي خوا دپلاستیکي کڅوړو او بوتلونو زیات استعمال په ښارونو کي چاپیریال ډیر چټل کړی دی .په نوروممالکو کي پلاستیکي توکي اوښیښي ټوټي اوبوتلان دوباره پروسيس کیږي اوکارځني اخلي .


زموږ حکومت ددي پرځای چه دپورته نقاطو په هکله اقدام وکړي نو یی ښه وګڼل چه په کابل کي دوي ورځي رخصتي اعلان کړي ،ډیره عجبه فیصله ده اوکه يومثال ورکړو داسي  چه که یوسړی څاه ته ولویږي نو دافغانستان حکومت ورته وايي چه هم هلته اوسه او ددرد ګولۍ او ډوډي به دراچؤو،حال داچه نوموړی شخص باید دڅاه څخه راویستل سي او دڅاه سربندسي .
حکومت باید ددي وړاندیز په هکله پوره څیړنه کړي وای چه ایا ګټي يي ډیري دي او که یی تاوان  ؟ ایا دکابل اوسیدونکي په خپلو کورونو کي دچاپیریال دککړتیا څخه محفوظ دي ؟ ایا ددوی کورونو ته دوړي او دود نه ورځي ؟ایا دوی به په کورونو کي استراحت وکړي؟.


کابل دافغانستان پایتخت دی دنورو ولایاتو څخه هره ورځ په زرونو خلګ دشخصي اورسمي کارونو لپاره وزارتونو ته راځي ،او دلته به شپي په انتظار تیروي  ،ایا دامشکل چا په نظرکي نیولی دی ؟ په نوره نړی کي شنبه اویکشنبه رخصتي ده او په کابل کي پنج شنبه او جمعه رخصتي ده نو په دي حساب کابل په اونۍ کي صرف دري ورځي دنوري نړی سره  تړلۍ دی .موږدکابل داوسیدونکو دغه ستونزه پرځای بولو خو دايي لاره نه ده ،موږ ته لازمه ده چه  د خپل چاپیریال د پاک ساتلو لپاره ډیر کار او معقول اقدام وکړو  نه داچه دکاره ځان ګوښه کړو.داسي موواوریدل چه دتیري پنج شنبي په ورځ هم دنورو ورځوپه شان دکابل په ښارکي ګڼه ګوڼه وه.