نړیوال استکبار او غلام پسنده صلیبي قوتونو لدې وړاندې د بې وسه ملتونو او د الله تعالی دبندګان دغلامۍ لپاره خپلې ناوړه فیصلې اوپریکړې د بندو دروازو تر شاه کولې ، خونن ویکلیکس ورځپاڼې هغه بندې دوازې د خلکو پرمخ پرانیستې ترڅو د دغو ناوړه پریکړو او ناروا تصمیمونو یوه وړه برخه د تاریخ په یوه لنډه موده کې وګوري . که دا محرمانه اسناد چې د امریکا د سفارتونو او دیپلوماتیک سیستم په منځ کې تبادله شوی دی او دویکلیکس ورځپاڼې خپاره کړي دی وڅیړل شي ،
لږ تر لږه دامریکا او نړیوال استعمار اصلي مکاره څیره سړی انځورولی شي ، په دی ټولو اسنادو کې له اسلامه وړاندې د انسانیت پرضد دتوطیئو څخه پرده پورته شوی ده ، د نورو ملتونو د ثروتونو د غارت کولو لپاره دسیسو نه پرده پورته شوې ده ، دنړۍ پراقتصاد او سیاسی نظام باندې د برلاسی لپاره هر ډول نا مشروع اعمال تر سره کولو نه پرده پورته شوې ده ، د نظامی یرغلونو نه نیولی تر اوږدمهاله اشغالونوپورې د خلکو له ارادې او خپلواکۍ سره لوبې شوې دي ،د ځنګل له قانون نه پرته بل داسې قانون دبشریت په تاریخ کې نه دی تیر شوی چې چا ته حق ورکړي تر څو دخپلواکو هیوادونو په سیاسی برخلیک کې مداخله وشي ، که نه نو دخپلواکه هیوادونو په سیاسی سرنوشت کې امریکا او استعماري قوتونو ته چا واک ورکړی چې مداخله وکړي ، نه نړیوال نظام دا حق ورکوي او نه کوم بل داسې مبررشته چې د نورو هیوادونو په سیاسی برخلیک کې څوک د مداخلې هڅه وکړي .
په دې اسنادو کې په ډاګه شوې چې امریکا دنړۍ د ګن شمیر هیوادونو په سیاسي چارو کې لاسوهنه کړې ده ، په خپلواکو هیوادونو کې ئې د دولت جګپوري مسولین تر څارنې لاندې نیولي دي ، یعنې د نړۍ په هیوادونو کې دامریکا سفارتونه او قنصلګرۍ د جاوسوسي مرکزونه او شبکې دی ، د پورتنیو تکیو د وضاحت لپاره په ویکلیکس کې خپاره شوی دا څو سرټکې چې ځینو نورو ویب پاڼو هم خپاره کړي را نقلوو :دباراک اوباما ادارې خپلو دیپلوماتانو ته امر کړی چې د نړیوال نظام اود جګپوريو مسولینو بانکي او شخصي معلومات ټول کړي ، چې په دوی کې د ملګرو ملتونو سرمنشی بان کې مون هم شامل دی .
د عربي خلیج په سیمه کې دخلیجي هیوادونو مشرانو له واشنګټن څخه غوښتي چې پر ایران نظامی یرغل تر سره کړي او اټمي پټۍ ئې له منځه یوسي .داسې ګمان کیږي چې ایران د شمالي کورېا څخه هغه دوربرده راکټونه تر لاسه کړي چې په برلین کې هدف ویشتلي شي .
دایتالیا او روسیه دژورو اړیکو څخه د امریکا مخ پر وده اندیښنه ، آن تر دې چې یوه لوړ رتبه مسول ئې برلسکوني د ولادمیر پوتین ویاند په اوروپا کې بللی دی .دامریکا د مخدره موادو سره دمبارزې ادارې د ولسمشر کرزي معاون احمد ضیا مسعود تورن کړی چې تیر کال ئې د اماراتو څخه د لیدنې پر مهال ۵۲ میلونه دالر دوبۍ ته لیږدول . اوپه دې اسنادو کې د نړۍ ګڼ شمیر ولسمشرانو ته سپکاوی شوی ،چې کیدای شی د امریکا او د دغو هیوادونو اړیکې زیانمنې کړي د بیلګې په ډول د روسیه جمهور ریس میدفیدیف ته دبیغیرته صفت ورکړ شوی او دفرانسي جمهور ریس سرکوزي ته د ((شرم امپراتور)) لقب ورکړ شوی ، او دافغانستان دولسمشر اړوند ویل شوی چې د اقتدار او عظمت په جنون آخته دی . خو ډیر تند او ترخه لقبونه بیا دامریکا دمخالفینو په نصیب شوی ، چې په سر کې ئې د ایران ولسمشر احمدي نجاد دی ،چې یوه مسول د هتلر سره تشبیه کړی دی ، او دشمالی کورې ولسمشر او دیکتاتور ته دګونځې شوی زاړه خطاب شوی دی ، او دروسي صدراعظم ویلادمیر پوټین ته ئې د فرمانبرداره سپي لقب ورکړی دی .
په دې کې شک نه شته چې په ویکلیکس کې خپاره شوي محرمانه اسناد د امریکا له مکارې څیرې څخه پرده پورته کړی ده ، او دامریکا د دیپلوماسۍ ادارې ته ډیره سخته ضربه ده ، په تیره بیا د امریکا له هغو جنایتونو څخه پرده پورته شوی چې دبشریت په ضد د ګوانتناما ، بګرام او ابو غریب په زندانونو کې چې د تل لپاره به دامریکا په تندی کې تور داغ وي تر سره شوي . خو څرنګه چې تاریخ ثابته کړې ده امریکا او دلویدیځ استعماري کړۍ هر وخت له ورته کشالو نه هم خپله ګټه پورته کړې ده ، که د ویکلیکس محرمانه اسنادو د امریکا له ناوړه اعمالو څخه پرده پورته کړې ده ، خو کیدای شي چې د دغو اسنادو په نامه داسې مالومات هم خپاره شي چې د ډیرو هیوادونو خپلمنځي ارتباطات او اړیکې زیانمنې کړي ، د مثال په توګه کوم معلومات چې د اوردوګان اړوند خپاره شوی دي ، او نن اوردګان څرګنده کړې چې که چیرې دا تهمتونه چې ویکلیکس ورځپاڼې خپاره کړی دی په ده باندې ثابت شي نو دی به له خپلې دندې څخه استعفا ورکړي ، مطلب دا چې هڅه به وشي چې د نورو تر منځ هم د بې اعتمادۍ فضا را منځ ته شي ، اوهغه هیوادونه او حرکتونه زیانمن کړي چې د امریکا او لویدیځ په رکاب کې پښه نه ږدي .