کور / تازه خبرونه / يرغمل سوي ماين پاکان خوشي سول

يرغمل سوي ماين پاکان خوشي سول

افغان چارواکي وايي وسله والو هغه اووه تنه ماين پاکان خوشي کړي دي چي وړمه ورځ د ننګرهار په مومند دره ولسوالي کي تښتول سوي وو.
د ننګرهار د سرحدي پوليسو قومندان جنرال امين الله امرخېل وايي دغه ماين پاکان د اومر د ماين پاکۍ موسسې کارکوونکي وو، چي اته تنه يې د يرغمل کېدو په لومړيو شېبو کي خوشي سوي وو.
د ننګرهار محلي چارواکي وايي ماين پاکان تر يرغمل کېدو وروسته قبايلي سيمو ته وړل سوي وو، چي د مومنددرې د ولسوال حضرت خان خاکسار او قومي مشرانو په هلو ځلو راخوشي سول.
د دغو کسانو د تښتوني مسئوليت چار پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو ويل کېږي چي د پاکستان تر واکمنۍ لاندي په قبايلي سيمو کي خوشي سوي دي.