کور / تازه خبرونه / اوباما افغانستان ته راغئ، خو کرزى يې ونه ليدئ

اوباما افغانستان ته راغئ، خو کرزى يې ونه ليدئ

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د جمعې په ورځ ماښام د يوه نااعلان سوي سفر په ترڅ کي افغانستان ته ورسېدئ.
اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي باراک اوباما د افغانستان پر وخت د شپې پر اته نيمي بجې د بګرام په پوځي اډه کي په داسي حال کي له الوتکي راکښته سو، چي د څرمني کوټ يې په تن وو او مخته يې د امريکا سفير کارل آيکن بيري او د ناټو عمومي قومندان جنرال پيټريوس ولاړ ول.





باراک اوباما پلان درلودئ چي له باګرام څخه کابل ته ولاړ سي او له افغان سيال حامد کرزي سره وويني، خو سپينه ماڼۍ وايي د ګرد او غبار له امله د باراک اوباما او ولسمشر حامد کرزي ترمنځ ليدنه لغوه سوه.
د سپيني ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس ويلي د ليدني تر لغوه کېدو وروسته پلان دا وو، چي دواړه مشران د ويډيو کنفرانس له لاري خبري سره وکړي، خو وروسته دا پلان هم لغوه سو.

کابل ته د اوباما د سفر موخه نه ده په ډاګه سوې، خو د رسنيو د اټکلونو له مخي ښايي له ولسمشر کرزي سره يې د طالبانو سره د پيل سويو خبرو او له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو په باب خبري کړي واى.

اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي باراک اوباما د بګرام په هوايي اډه کي شاوخوا ٤٠٠٠ امريکايي پوځيانو ته وينا وکړه او وروسته يوه روغتون ته هم ورغئ چي درې ملکي امريکايي قرارداديان او څو پوځيان پکښي بستر ول.
باراک اوباما په بګرام کي د وينا پر مهال وويل چي امريکا به هيڅکله افغانستان پرېنږدي چي يوځل بيا د القاعدې په ځالګيو بدل سي.

د افغانستان حکومت لا تر اوسه دې هيواد ته د امريکايي ولسمشر د ناڅاپي سفر په باب نظر نه دئ څرګند کړى، خو ويل کېږي چي ولسمشر کرزى د دې نابللي مېلمه په راتګ هغه وخت خبر سو، چي د وخته لا په بګرام کي کښته سوى وو او کابل ته د تګ شېبې يې شمېرلې.

بهرني اژانسونه په افغانستان کي د باراک اوباما د سفر ټوله وخت له درو څخه تر شپږو ساعتونو پوري په ګوته کوي.
باراک اوباما دوه واره پخوا هم افغانستان ته راغلى وو، چي يو ځل له ولسمشرۍ دمخه او بل ځل تر ولسمشرۍ وروسته همداسي پټ په شپه کي راغلى وو، چي له افغانستان څخه تر وتلو وروسته يې د راتګ خبرونه خپاره سول.

که څه هم سپيني ماڼۍ د ولسمشر کرزي او باراک اوباما ترمنځ د نه ليدني علت د هوا خرابوالى بللى، خو پوښتنه دا ده، چي کوم مهم پيغام به باراک اوباما په زرونو کيلومتره ليري دې تلواري سفر ته اړ کړى وو او تر راتګ وروسته ولي بيرته په ډک زړه خپل هيواد ته ستون سو؟