کور / تازه خبرونه / مختار يوسفزى: پنجاب د افغانستان غلامي غواړي

مختار يوسفزى: پنجاب د افغانستان غلامي غواړي

په پښتونخوا ايالت کي د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند صوبايي مشر مختارخان يوسفزى وايي پنجاب ځکه په افغانستان کي اوسنى جنګ جاري کړى چي غواړي دغه هيواد د ځان غلام کړي.
مختارخان يوسفزي نن د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر ارواښاد خان عبدالصمدخان د درودېرشم تلين په ياد دغه څرګندوني کړي دي.
ښاغلي يوسفزي وويل له آمو څخه تر اټک پوري لراو بر افغانستان ټول يو دئ او د يووالي دپاره به د دوى د ګوند مبارزه جاري وي.