د افغانستان ملي لوبډلې د لویو وچو د جام پایلوبه کې د سکاټلینډ ۶ لوبغاړي وسوځول، د نن ورځې تر پایه پورې سکاټلینډ ۶۴ منډې وکړي او سبا سهار ۹:۳۰ بجې به بیا په توپ وهنه پېل کوي.
افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې په لومړي نوبت کې د سکاټلینډ هیواد ته ۱۷۱ منډې جوړې کړي چې په دې حساب مخالفه لوبډله د افغان لوبډلې څخه په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۱ منډې مخکې ده.
نن په دویمه پاڼۍ کې سکاټلینډ ۶۴ منډې وکړې او سبا ته به بیا لوبه کوي، سکاټلینډ د سبا لپاره ۴ ویکټي لري.
د افغان ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه:
د دویمې پاڼۍ په توپ اچونه کې سمیع الله شینواری وځلید او د سکاټلینډ ۳ لوبغاړي یې وسوځول، حمید حسن د سکاټلینډ خطرناک ۲ لوبغاړو وسوځول چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې سلیزه وهلي و.
د لومړۍ پاڼۍ په توپ اچونه کې حمید حسن ۵ ویکټې واخستلې، میرویس اشرف هم د سکاټلینډ ۳ او شاپور ځدران ۲ لوبغاړي وسوځول.
د لویو وچو د جام لپاره افغان ملي لوبډله:
نوروز منګل (كپتان)، كريم صادق، اصغر ستانكزى، حميد حسن، سميع الله شينوارى، شاپور ځدراڼ، شبير نوري، شهزاد محمدي، آفتاب عالم، باطن شاه، عبدالله مزاري، محمد نبي، ميرويس اشرف، محمد سميع.
دد کرکټ نړیوالې شورا پتیلې چې دا لوبه د ویب پاڼې د لارې په ژوندې بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوي.
په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې په ژوندۍ بڼه د افغانستان او سکاټلینډ لوبه وګورئ:
http://www.livestream.com/cricketscotlandtvlive
په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې تاسو په ژوند بڼه معلومات تر لاسه کړئ:
http://icc-cricket.yahoo.net/index.php
په افغانستان کې سلام وطندرا او د ننګرهار د کلید رادیو پتیلې چې په ژوندۍ بڼه غږیز معلومات په هیواد کې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.