کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ډیورند جرګې د لروبروافغانانو زړه ته لاره کړې

د ډیورند جرګې د لروبروافغانانو زړه ته لاره کړې

د ډیورند جرګې د لروبروافغانانو زړه ته لاره کړې
څنګه چې دې ورځو کې ټول لروبرافغانان خبر دي ، د ډیورنډ جرګې په نوم یوه خپرونه د اریانا افغانستان ټلویزیون لخوا د ښاغلي صدیق متین په ویاندۍ ، د یو شمیر نومیالو او هېوادپالو افغانانو لخوا په لار اچول شوې . دا خپرونه چې د پيل لومړۍ ورځې تېروي بیا هم د لروبرو افغانانو د پراخ ملاتړ څرګندوی ده .
ویل کېدای شي دا خپرونه د پخوانیو هڅو ادامه ده . د انګریزي او بیا د برتانوي پنجاب په وړاندې د کوزو پښتنو او بلوڅو وروڼو د خپلواکۍ غورځنګ چې د غازي امان الله خان له واکمنۍ روسته د شهید سردار محمد داود خان او د هېواد د نورو هېوادپالو زامنو له ملاتړ څخه برخمن وو ، د ۱۹۹۲ کال روسته د رباني په مشرۍ د شمالټلوالې او نورو مجاهدینو او همدارنګه د طالبانو د واکمنۍ په مهال نه یوازې دا چې له سختو چلوټو او ستونځو سره مخ شو بلکې نږدي وو چې د ډیورنډ د تپلې او ناولې کرښې له منلو سربېره ، افغانستان هم د پاکستان د پنځم ایالت پتوګه پنجاب ته ډالۍ شي .
اوس چې افغانستان او سیمه کې حالات بدل شوي او د افغانانو د سرښندنو په پایله کې د پنجاب په نیت او ګټه د ډيورنډ د کرښې د منلو چلوټه رسوا شوې او د پنجاب لاسپوڅې او تالې څټې نه شې کولای د ډيورنډکرښه په پټو سترګو په افغانانو ومني ، دا زموږ د افغانانو دنده ده چې له نویو حالاتو څخه په ګټه د لوی افغانستان ختیځې پولې سیحون ( اباسیند ) ته ځان ورسوو . دا چې پنجاب زور وواهه که افغانستان خپل پنځم ایالت کړي او یا د ډیورنډکرښه پر افغانانو ومني خو ويي نه شوای کړای ، اوس د افغانانو وار دی چې ځان خپلې ختیځې طبعی کرښې یانې اباسیند ته ورسوي .
دا ټولو ته څرګنده ده  داسې لویه او تاریخي ستونځه او غوټه چې د انګریز له مهاله افغانانو ته راپاتې او پنجاب نوره هم پيچلې کړې ده ، د یوه تلویزیون په خپرونو او یا د څو تنو افغانانو په لاس نه پرانیستل کیږي . همدارنګه دا ستره ملي وجیبه د یوې ورځې ، میاشتې او یوه کال په اوږدو کې هم نه حلیږي . خو لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه ، دا پيل دی او پيل او هوډ ( د شهید سردار محمد داود خان په وینا ) د بري لومړی شرط دی . که لروبر افغانان او په تېره بیا د افغانانو مخکښ او ملي موخو ته هوډمن کسان لاسونه سره یوکړو او لکه څنګه چې مو راپيل کړه همداسې پلپسې ادامه ورکړو څاڅکې به  لښتي شي ، لښتي به بیالې او بیالې به خوړونه او سیندونه شي . څانګې به پاڼې او غوټۍ شي او غوټۍ به ګلونه شي .
د نومبر په ۳۰ مه  د افغانستان د ژغورنې  جرګې له نومه یوه اعلامیه په ملي بریښپاڼه افغان ــ جرمن انلاین کې خپره شوه ، له لږ ځنډ روسته دا اعلامیه له دې بریښپاڼې څخه لرې شوه . روسته مې ددې اعلاميي پښتو او دري متنونه په دعوت ملي بریښپاڼه کې ولوستل ، ښايی اوس هم هلته پيدا شي . ښکاری اعلامیه ډېره په بېړه لیکل شوي وي ، ځکه پښتو او دري متنونه يي یو څه توپير سره لري ، بلخوا کوم لاملونه چې اعلامیه کې د ډیورنډجرګې پر وړاندې کښل شوي پکې ډېر پام نه دی شوي .
دلته به ددې اعلاميي له متن څخه د بېلګې پتوګه ځينې برخې  د شننې لپاره راواخلم :
« نړیواله پوځي ټلواله د ډيورنډ کرښې په اړه خپلو تبليغاتي ډنډورو او غوغا سره لاندنۍ موخې لري :
۱ – غواړي پر پاکستان د باو واچوي چې په شمالي وزيريستان کې د افغان مقاومت پر خلاف له سره پوځي عمليات پيل کړي . »
نړیوالې پوځي ټلوالې کله او په کومه وسیله د ډیورنډکرښې په اړه تبلیغاتي ډنډوره او غوغا جوړه کړې او خپره کړې ، اعلامیه کې يي باید یوه بېلګه ښوول شوی وای . دا چې اعلامیه کې ویل کیږي شمالي وزیرستان کې افغاني مقاومت ، کوم افغاني مقاومت ؟  دلته هم په دري متن کې د جلال الدین حقاني نوم اخیستل کیږي خو د پښتو په متن کې د جلال الدین حقاني نوم نشته ، وګورۍ :
« حمله تـــيارات بي پيلوت امريکائي را در مقــــر فــــرماندهـــئ جلال الدين حقاني ،اين سنگر تسخیر ناپذیر مقاومت به شدت تقبيح مينمايد . »
پښتو متن کې بیا داسې راغلي دي :
« او په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو خوځښتونه او د امريکايي بې پيلوټه الوتکو جنګي عمليات چې د بې ګناه پښتنو کورونه په نښه او د بې ګناه ماشومانو ، ښځو او نارينوو ژوند ور اخلي په کلکه غندي »
دا چې اعلامیه وايي د حقاني سنګر افغاني سنګر دي ، ایا ریښتیا افغاني سنګر دی ؟ د پنجاب لوړپوړي چارواکي ، د پوځ او ای ایس ای مشران په وار وار وايي چې حقاني ، ملاعمر او ګل بدین د دوی کسان دي . د اعلاميي لیکونکي ددغو جلادانو په اړه چې دوی د پنجاب لاسپوڅي نه دي کوم د ډاډوړ لاسوند ښودلای شي ؟ ایا حقاني د ای ایس ای له ملاتړپرته په افغانستان کې افغانان وژلای شي ، خپل هېواد افغانستان ویجاړولای شي ؟ ایا وزیرستان د القاعده او ترهګرو اډه ده که د افغاني مقاومت سنګر ؟ د افغانستان د ژغورنې د جرګې په نوم د اعلاميي د متن ، د ملاعمر او ګل بدین او حقاني د اعلامیو او د پرویز مشرف ، جنرال حمیدګل او د ای ایس ای د نورو مشرانو د اعلامیو او څرګندونو په منځ کې کوم ښکاره توپير نه لېدل کیږي . مفاهیم یو دي یوازې جملې کېدای شي بدلې وي .
اعلامیه کې ویل کیږي « د افغانستان د ژغورنې جرګه  د ډيورنډ د لانجې اواری يوازي په هېواد کې د سياسي ثبات ، د ملي واکوالۍ د حق د پېژندلو او د يوه غښتلي حکومت د ټېنګېدا په شرايطو کې چې د وسله وال مقاومت ملاتړ هم ورسره وي شونی ګڼي . »
دا خبرې دې ولسې اصطلاح ته پاتیږي چې وايي « بز بز نه مر ، که جو لغمان میرسد » افغانان به د ډيورنډ کرښې په اړه  تر هغو چې د اعلاميي د لیکونکو په اند وخت نه وي رسیدلای چوپ ناست وي ، هیڅ به نه کوي او دا لویه ملي ستونځه به بې له هلو ځلو ، کړاووګاللو  او زیار پرته خپله او یا د نورو په لورینه او پيرزوینه حل شي !
بلخوا د ډیورنډ جرګه لروبرو افغانانو ته نه وايي  چې هله ژر شۍ ټوپک واخلۍ او پر پنجاب ورپریوځۍ او له یوه سره يي د هند په سمندر ورلاهو کړۍ بلکې وايي چې افغانان باید خپل ختیځ سرحد وپېژني ، خپلو کې سره یوموټی شي  او ددې ملي ستونځې د حل لپاره مټې رابډ وهي ، ټولې لارې او وسیلې چې قانوني او سوله یزې دي پکار واچوي . لومړی د ډیورنډکرښې په اړه پوره مالومات خپاره شي چې افغانان پرې وپوهیږي چې دا کرښه ولې او څنګه رامنځته شوه ، د کرښې په اړه یو افغاني عام پوهاوي رامنځته شي . له صندوقونو ، جعبو او الماریو څخه د ډیورنډ کرښې په اړه لاسوندونه راویستل شي او د افغانانو د پوهاوي لپاره د دوی په واک کې ورکړل شي او دا موضوع یو ملي بڼه ځانته خپله کړي . د افغانستان دولت اړویستل شي چې دا مساله په نړیواله کچه لکه  د ملګرو ملتو ټولنه کې طرحه کړي . اوس چې ناټو افغانستان او سیمې ته راغلې هغوی سره پرې خبرې وشي ، پنجاب سره پرې خبرې اترې وشي او ډېر نور کارونه او خبرې .
دغه خبره چې نوموړې جرګه يي خپله اعلامیه کې کوي «  د وسله وال مقاومت او ملت پالو تر منځ له مذهبه د ملت پالنې  په بېلېدا سره بېلتون رامنځته کړې او له دې لاري يو اړخ په خپلو پوځې عملياتو کې شريک کړي او بل اړخ يې ګوښې ته او تجريد کړي . » کشکې په مذهبي توندلارو او سخت دریځو کې ملتپال ځواکونه غښتلي او پياوړي وای چې د افغان ملت پرځای يي د خپلو ټوپکونو خوله د پنجاب په لور ورګرځولای وای . دغه ادعا چې د ژغورنې جرګه يي کوي په پراتیک کې يي کومه نښه نښانه نه لیدل کیږي ، بې وریځې هیڅکله باران نه کیږي . که چیري ترهګر ملتپال شي ، ټوپکونه غوځار کړي ، چاودوونکې واسکټونه ایسته وغورځوي او د خپل ملت په څنګ کې ودریږي نو افغانان له خدایه غواړي څه ؟ بیا خو پنجاب نه په پنجاب او نه په لاهور کې ټينګیدای شي . افغانان خو پنجاب ته د همدغو توندلارو لخوا له پښو نیول شوي دي . که توندلارې تجرید او ګوښه شي دا نه یوازې بد کار نه دی بلکې ګټور او ستاینوړ کار هم دی .
د ژغورنې په نوم جرګې ته ښه سلا دا ده ، دا ومني چې افغانستان ته دا وخت ښه موقع پلاس ورغلې ، له دې وخت نه باید ډېره ګټه پورته شي . له لویدیځ او امریکا څخه باید د ډیورنډ تپلې کرښې په له منځه وړلو کې د افغانستان په ګټه کار واخیستل شي . پخوا هم افغانانو ډېر مناسب چانسونه له لاسه ورکړې ، دا ځل باید پخوانۍ تېروتنې تکرار نشي . څونه ښه خبره ده  چې دوه اوونۍ وړاندې ډاکټر روستار ترکي د افغانستان اریانا ټلویزیون له لارې د ډیورنډ جرګې په ملاتړ ودرید او د ډیورند د کرغېړنې کرښې په اړه يي مستدلل او علمي دلایل وړاندې کړل . که دغه شان زموږ تاریخپوهان ، سیاستپوهان او حقوقپوهان  په ګډپوهاوي او سمپوهاوي سره راوړاندې شي او په څو جبهو کې د نویو حالاتو په پام کې نیولو سره د ډیورنډ ملي مساله طرحه کړي ، د ډېرو افغانانو په اند یو ګټور او ملي اقدام دی .
د ۲۰۱۰ کال  دیسمبر لومړۍ نېټه