کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ۵۲ ميليونه ډالرو به يې څه وشي لږ ورته نور هم ورکړه

په ۵۲ ميليونه ډالرو به يې څه وشي لږ ورته نور هم ورکړه

ښاغليه!
په رښتيا چې تاسو ډېر سخي ولسمشر ياست. خاني له تا سره خوند کوي. په خانۍ کې چې په دوستانو باندې پيسې باد نه شي خاني خوند نه کوي.
ښاغليه!
ته او ستا ټول ياران داخلي او بهرني او هم دې مخالفين دا بايد په ياد ولرئ ترڅو چې د تقوی لباس په ځان کې پيدا نه کړئ نه به ډيموکراتيک او نه به اسلامي نظام پلی شي. تقوی او د الله وېرې له موږه کډه کړې ده. ځکه خو له يوې مخې چور وتالان روان دی. اداري فساد او اختلاس هم خپل نهايي اوج ته رسېدلی دی.
جهادي ګټې او منافع خو هر چا په دې فاني دنيا کې تر ګوتو کړل. د هيرويينو قاچاقبران چې ستا په دولتي موټر کې له ۱۲۴ کېلوګرامو مخدره موادو سره نيول کېږي او بيا يې ته په دې پلمه خوشې کوې چې کورنۍ يې په جهاد کې شهيدان له لاسه ورکړي دي. دا تا چې شهيدان کړل په يو لک افغانيو به يې څه وشي؟ ته او خپل ايمان دې چې کله دې بيا هم د هغوی پوښتنه کړې ده او يا نه؟
د خلکو وينې دې خرڅې کړې، خو نه پرې ته او نه دې پرې کابينه او نه دې پرې حکومت موړ شو. ګرانه چې دا دې حال وي، نو فکر نه کوم چې دا وړۍ شړۍ او کور دې اباد شي. له تا نه خو غلبېل جوړ دی کوم سوری به دې ټپ کړې؟
ښاغليه!
هيله ده چې جرايم په جهادي پلمه باندې جبيره نه کړئ. او که يې جبيره کوئ، نو هغه ستاسو خوښه، خو دومره خبره ده چې په يوه غشي به دوه هدفه ويشتل درته ګرانه وي چې هم خرما او هم ثواب. د الله او د هغه د پېغمبر مواعيد بالکل صفا او روښانه دي.
اذا لم تستحی فافعل ما شئت
کله چې حيا درڅخه لېرې (ولاړه) شي، نو بيا دې خوښه چې څه کوې هغه کوه
موږ له حيا او له تقوی نه لېرې شوي يو او پوره واټن مو سره اخېستی دی.
بس خدای تعالی دې پر موږ غيبي ورحمېږي. امين ثم امين